ولې پاکستان مېشته افغانانو کډوالۍ ته دوام ورکړى؟

د انځور حقوق AFP

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وايي، افغانستان لا هم په پاکستان کې یو میلیون او ۵۰۰ زره کډوال لري، خو د کډوالۍ په ستړي ژوند سربېره له دغو کډوالو سره د پاکستاني امنيتي ادارو د "بد چلند او د هغوی د ځورول کېدو" راپورونه خپرېږي، خو لا هم دوی خپل هېواد ته نه ستنېږی.

دغه کډوال وايي، "که د مهاجرت کارت هم ولري بیا هم د پولیسو لخوا ځورول کېږي او که يې ونه لري، ستونزې يې دوه چنده وي".

په پېښور کې د مېشتو کډوالو يوۀ مشر، ولایت خان خوګياڼيوال، بي بي سي ته وویل" د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ او پاکستان لخوا ورکړل شوي کارتونه هم له دوی سره هېڅ د پام وړ مرسته نه کوي".

د افغانستان کډوال وګړي نه يوازې په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د هغوی د ځورېدو خبره کوي، بلکې په بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې هم تل د پاکستاني پولیسو لخو "ډبول کېږي، نیول کېږي او ځورول کېږي".

ډېر ځلې د بشري حقونو بنسټونو هم په خپلو راپورونو کې ددغو ځورونو یادونه کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي د کډوالو ځورول ودروي.

Image caption د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۲ کال وروسته نژدې څلور میلیونه کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملک نادر په نامه یو بل افغان کډوال چې د بلوچستان د مسلم باغ سیمې د کډوالو پنډغالي کې مېشت دی، وايي "دلته ژوند له مجبورۍ تېروي، خو په خبره يې ترکومه چې افغانستان کې کې افغان کډوالو ته د کار زمینه برابره نه شي، تر هغه به يې همدا د کډوالۍ ستړی ژوند پر اوږو بار وي".

له دې سره یوشمېر نور کډوال بیا وايي، "په وطن کې يې ملکیتونه او ځمکې د نورو لخوا غصب شوي او ډېری کډوال د همدې ستونزې له امله هېواد ته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي".

یو له دې کسانو ظاهر پښتون چې د پشين د سرانانو کډوالو کمپ کې اوسېږي بي بي سي سره ته وویل"په خپله سیمه کې یې ځمکې زورواکانو لاندې کړي او د بېرته ترلاسه کولو لپاره یې ددوی هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې."

افغانستان کې د کورنیو جګړو او ناامنیو له امله له تېرو څلورو لسیزو سلګونه زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۰۲ کال وروسته نژدې څلور میلیونه کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خو یو نیم میلیون لا هم د کډوالۍ ژوند تېروی.

ورته مطالب