'د پاکستان پرضد به ملګرو ملتونو ته شکایت کوو'

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني په خپلو خبرو کې له دوست او دښمن څخه تعریف وړاندې کړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له دولت نه د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې کابل له پاکستان څخه ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو ته شکایت وکړي.

ښاغلي غني دا خبرې نن دوشنبه (ثور/ غویي ۶مه) ددې هېواد پارلمان فوق العاده ناستې ته وینا کې وکړې.

هغه وویل، "د افغانستان خلک تمه لري پاکستان کې د افغانستان ضد ترهګرو ډلو کوربتوب، تجهیز او د هغوی د فعالیتونو اسانتيا برابرول د ملګرو ملتونو د مصوبو او منشور سره په تناقض کې دی او د درېیم ګړي هېواد پرضد د ترهګرو ډلو د نه ملاتړ اصل پر بنا افغانستان باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا، نورو نړیوالو بنسټونو او نړیوالې مدني ټولنې ته شکایت وکړي".

ښاغلي غني زیاته کړه، " موږ دا تمه پرځای بولو، که دا بدلون ونه لیدل شي، موږ به اړ یو د سیمه ییزو همکاریو رامنځته کولو پر هڅو او هیلو سربېره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په مراجعې سره جدي دیپلوماتیک ګامونه واخلو."

د افغانستان د ولسمشر په خبره، پاکستان په څلوراړخیزه ناستو کې په لیکلې ډول ژمنه کړې وه که د طالبانو ځېنې عناصر د جګړې پایته رسېدو لپاره سیاسي لارې غوره نه کړي، د هغوی پروړاندې به پوځي ګامونه پورته کوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني د افغانستان امنیتي ځواکونو له پیاوړتیا ستاینه وکړه او له خلکو او د ملي شورا له غړو یې د هغوی د ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه وویل، "څوک چې پر خپلو ژمنو عمل کولو کې پاتې راغلي یا نه یې دي غوښتي عمل وکړي، له پخوا ډېر منزوي شوي دي".

ښاغلي غني زیاته کړه، "د شته معلوماتو پر بنسټ د افغانستان دولت مخالفینو د مشرانو مرکزونه په پاکستان کې دي. که دا هېواد نه غواړو د هغوی پرضد عملیات وکړي، باید دا کسان افغانستان ته وسپاري ترڅو ددې هېواد په محاکمو کې خپله سزا وویني".

محمد اشرف غني وویل، د افغانستان او پاکستان اړیکې د متقابلو حقوقو او وجایبو په چوکاټ کې تنظیمېږي، له پاکستان څخه د افغانستان غوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ او تندلاریتوب سره په مقابله کې د ښه او بد ترهګر له منطق نه تېر شي او د یوه "مسوول دولت" په توګه عمل وکړي.

د دوست او دښمن تعریف

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانستان د دوست او دښمن تعریف یادونه وکړه او ویې ویل، د افغانستان دوستان ددې هېواد ټول وګړي دي چې لوړو ملي ګټو ته ژمن دي او د خپل توان له مخې یې ساتنه کوي.

هغه وویل، دښمنان هغه دي چې د ځوانانو له پاکو مذهبي احساساتو ناوړه ګټه اخلي. خپله د نشه یي توکو د مافیا برخه دي او له دې لارې شتمني راټولوي او خوند اخلي.

د ښاغلي غني په خبره، "د بهرنیو اجیرې ډلې، لکه داعش، القاعده او انسان وژونکې حقاني ډله او د طالبانو ځینې ډلې چې د خپلو هېوادوالو له وینې تویولو خوند اخلي او جګړه او ترهګرۍ ته دوام ورکوي" هم ددې هېواد له دښمنانو دي.

هغه وویل، "د بهرنیو مزدورانو لپاره د خبرو هېڅ لاره نشته".

ښاغلي غني ټینګار وکړ د سولې او پخلاینې دروازه یې د طالبانو د هغو ډلو پرمخ خلاصه پرېښې چې چمتو دي افغانستان کې له وینې تویولو لاس واخلي. که څه هم دا فرصت به د تل لپاره نه وي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې خبرو اترو بهیر د یوه سیاسي حل لارې موندلو لپاره د افغانستان د خلکو او دولت د حقه غوښتنو د درک لپاره مناسب فرصت رامنځته کړی.

مجرمین اعدامېږي

له مخالفینو سره چې په دې هېواد کې بندیان دي د دولتي چارواکو چلن تل د افغانستان د خلکو له نیوکو سره مخ دی. ان د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو په تېرو ورځو کې دا خبره لاس په لاس کوله چې کابل کې د تېرې سه شنبې (حمل/ وري ۳۱مه) برید یو عامل له بګرام زندان نه خوشي شوی و.

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني وویل، د اعدام حکم اجرا کېدو ته ژمن دی.

ښاغلي غني په نننیو خبرو کې دې ته په اشارې وویل، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي ترڅو د هغو کسانو پروړاندې چې د افغانستان د بېګناه خلکو او سرتېرو وینې تویوي پرېکنده عمل وکړي او د هغوی په مجازات کولو کې هېڅ تردید ونه ښيي.

ښاغلي غني وویل، د هغو وخت پایته رسېدلی چې "بې موجبه" به عفوه کېدل. د افغانستان دولت ژمن دی ترڅو د محاکمو او عدلي او قضایي نظام فیصلې د اعدام په ګډون په قاطع ډول او ټینګې ارادې اجرا کړي.

د ښاغلي غني په خبره، "تاسو به وګورئ چا چې د خبرو مېز شاته د سولې غږ ته د رد ځواب ورکړ، ډېر ژر د جګړې په جبهو کې تر ماتې وروسته څنګه د سولې لپاره زارۍ وکړي. نن به د پایدارې او پتمنې سولې لوړ هدف د جګړې په میدان کې د پرېکنده او سراسري اقداماتو له لارې ترلاسه شي."

ټولټاکنې او فساد سره مبارزه

ښاغلي غني وویل، د افغانستان په ټاکنیز نظام کې اصلاحات پیل شوي او د افغانستان پارلماني ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.خو ده په دې اړه چې " د ټاکنو خپل وخت" نه يې هدف څه دى نور تفصيل ورنکړ.

هغه اداري فساد د خپلې ادارې له زیانمنونکو برخو وباله او وې ویل چې مفسدین د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د جگړيز او وظیفوي کمزورتیا سبب شوي او څوک چې فساد کوي د هېواد دښمنانو ته خدمت کوي.

هغه له اداري فساد سره مبارزه کې د خپل دولت پر ژمنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "مفسدین چې ملي خیانت ترسره کوي، د خپل جرم په تناسب د اړونده محاکمو له لارې له سختې سزا سره مخ شی."

طالبان څوک دي؟

هغه د طالبانو په اړه وویل، "هغه چې د افغانستان خلک وژني د علم طالبان نه دي. باغیان او محاربان دي. واقعي طالبان په مدرسو کې درس وایي، او څوک چې انسان وژني د علم دشمن دی او حق نه لري ځان طالب وبولي."

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي غني وويل"طالبان هغه دي چې مدرستو کې زده کړې کوي".

ښاغلي غني وویل، "د اسلامي قوانینو له مخې دولت حق لري د باغیانو او محاربانو پروړاندې د خلکو دفاع وکړي او هغوی ته د خپلو عملونو سزا ورکړي".

هغه زیاته کړه: "ددې افرادو غلام صفته مشران چي د هېواد دښمنان دي، د پاکستان په کویټه او پېښور کې اوسېږي او د خپل هېواد له بربادۍ او تباهۍ خوند اخلي."

د افغانستان ولسمشر وویل، دغه کسان د افغانستان د راتلونکي او خوښۍ لپاره هېڅ پروګرام نه لري او په سیاسي تعامل کې خپله ناپوهي او بې لیاقتي ثابته کړې ده.

سولې لپاره مې ټولې هڅې وکړې

ښاغلي غني زیاته کړه، تېر کال کې یې د تاوتریخوالي د پایته رسېدو لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړ او هڅه یې وکړه د نااعلان شوې جګړې په مقابل کې له خپلو خلکو دفاع وکړي.

هغه وویل، ددې ترڅنګ چې دولت د سولې بهیر ته پام کاوه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې هم ځواکمن کړي دي.

Image caption د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه ناستو تر څو پړاوونو وروسته کومه پایله نه درلوده.

د افغانستان ولسمشر باور لري چې د سولې په برخه کې د دولت لاسته راوړنه یې داده چې "د نړیوالو ملګرو ترمنځ یې دا اجماع رامنځته کړې چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بلکې داسې جګړه ده چې ترهګرو او نړیوالو ملاتړو یې د افغانستان د خلکو پرضد پیل کړې ترڅو د وحشت او ترور له لارې خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي."

هغه وویل: "موږ د غیرنظامي لارې د تاوتریخوالو پایته رسولو لپاره په ټولو غاړه خلاصه کړې. د وخت له هرډول ضایع کولوپرته مو خپل امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ته مخه کړې، تېر کال موږ ۴۰ زره جګړه ییز عملیات او ۱۶ زره پرېکنده عملیات درلود."

ښاغلي غني د افغانستان امنیتي ځواکونو وړتیاوو لوړېدو ته په اشارې سره وویل، همدا اوس چې موږ په ملي شورا کې یو په ۷ ولایتونو کې د مخالفینو پرضد۱۵ عملیات روان دي.

هغه وویل، د امنیتي بنسټونو په تشکیل په ځانګړې توګه ملي دفاع وزارت کې یې لازم اصلاحات راوستي دي.

هغه ژمنه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست نوماندان پارلمان ته وروپېژني او غوښتنه یې وکړه چې هغوی ته د باور رایه ورکړي.

سره یو موټي شوو

د ښاغلي غني په وینا، حقاني شبکه او د طالبانو ځېنې ډلې د نورو هېوادونو لپاره جګړه کوي او ددې کار لپاره یې له نورو ترهګرو او د نشه یي توکیو نړیوالو مافیایي ډلو سره لاسونه یو کړي ترڅو افغانستان یو ځل بیا تورې دورې ته واستوي.

هغه له خلکو او د پارلمان له غړو وغوښتل چې سره یو موټي شی.

د انځور حقوق ARG
Image caption د ښاغلي غني نننیو خبرو په ټولنیزو شبکو کې هم ځېنې غبرګونونه درلود.

ښاغلي غني وویل، "څوک چې دغه یووالي ته زیان رسوي او په عین حال کې به حکومت کې دي او له امکاناتو یې په ګټه اخستو اګاهانه یا په ناپوهۍ سره ددې خاورې دښمنانو رواني جګړه کې هغوی سره همغږې کېږي، ورسره به نوره نرمي ونشي او له مصلحته به کار وانخستل شي."

هغه زیاته کړه، دولت یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره لوی پروګرام لري او وې ویل چې د بروکسل په کنفرانس کې به له ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړیوالو بنسټونو ډېر د افغانستان د اقتصادي پراختیا او حکومتوالۍ پیاوړتیا لپاره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي.

ورته مطالب