کورنيو چارو وزارت: په کندوز او بغلان کې ۵۰ وسله وال وژل شوي

Image caption تېر کال وسله والو طالبانو د کندوز ښار د څو ورځو لپاره نيولی یو

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په کندوز ولايت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ نښتو کې "۵۰" وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې، د دغه وزات وياند صديق صديقي ويلي، چې ۴۰ تنه وسله وال د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې وژل شوي.

ښاغلي صديقي په دغه ولايت کې د افغان ځواکونو د عملياتو پخلی کړی او موخه يې په سيمه کې د وسله والو مخالفانو له منځه وړلو سربېره د طالبانو د يوه قومندان مولوي سلام نيول هم ښودلي دي.

نوموړی زياتوي، د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو تر منځ نورې نښتې د بغلان ولایت په ډنډ غوري او ډنډ شهالب الدين کې شوې، چې له امله يې ۱۰ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د کندوز ولايت ځايي چارواکو هم ويلي، چې د دښتې ارچي، خان اباد او امام صاحب د ولسواليو پر مرکزونو د طالبانو بريدونه يې په شا تمبولي دي.

دغو چارواکو له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، د طالبانو بريدونه چې د کندوز ښار او څو نورو ولسواليو کې پيل شوي وو، دوی ته په ماتې ورکولو سره پای ته رسېدلي دي.

د کندوز والي اسدالله عمرخيل ويلي، چې افغان امنيتي ځواکونو د کندوز- تخار لويې لارې د پاکولو لپاره هم پوځي عمليات پيل کړي دي.

د سيمه ييزو روغتونونو چارواکو، دوی ته د يو شمېر ټپيانو چې په هغو کې ولسي وګړي هم شامل دي خبر ورکړی دی.

يو شمېر ټپيانو بي بي سي ته ویلي، په خپل ورځني کار بوخت وو چې د دواړو غاړو له خوا په نښتو کې بند پاتې شول.

په کندوز کې د بي بي سي خبريال وایي په وروستيو څو مياشتو کې دغه ښار د يو شمېر خونړيو او لويو جګړو شاهد و.

ورته مطالب