'۶ کلنه لور مې آیسکریم پسې ووتله، خو بیا راستنه نه شوه'

د ایران پلازمېنې اړوندې یوې سیمې یو مېشت افغان کډوال شیر اقا قریشي وايي، شپږ کلنه لور یې د ګاونډي د یوه زلمي له خوا له تښتول کېدا وروسته په وحشیانه ډول وژل شوې ده.

ښاغلي قریشي بي بي سي ته وویل، د ستایش په نامه شپږ کلنه لور یې د وري پر ۲۲مه، کور ته څېرمه یوې هټۍ ته د آیسکریم اخیستو لپاره ووتله، چې بیا وروسته هېڅ راستنه نه شوه.

دی وايي، له پېښې یوه ورځ وروسته پولیسو ده ته خبر ورکړی چې د ګاونډي یوه زلمي زوی یې لور تښتولې او وژلې ده.

ښاغلي قریشي د قتل په تور د مشکوک زلمي د نیول کېدو په اړه وویل: ''د وري پر ۲۳مه، د شپې نهه بجې وې چې د ایران دولت قاتل ونیو. پولیسو د کوڅې دواړې غاړې بندې کړې خلک یې تیت او پرک کړل د کورونو ورونه یې وتړل او هغه یې ونیو''.

د ستایش پلار د خپلې لورکۍ د ورکېدو کیسه داسې وکړه: ''یوه بجه مې لور بهر ته ووتله. د کوڅې سر ته د آیسکریم اخیستو لپاره ولاړه. کله چې یې آیکسریم واخیست د ستنېدو پرمهال، کور ته لا نهه متره نه وه رانژدې شوې، چې قاتل زلمي هغه ونیوه. نه پوهېږم څه ډول یې ونیوه او کور ته یې بوتله. شل دقیقې یا نیم ساعت وروسته یې د مور پام شو چې نجلۍ نه شته، ما ته یې زنګ وواهه چې ستایس کور ته رانغله او په کوڅه کې هم نه شته. زه هم له کاره راستون شوم او د نجلۍ څرک ونه لګېد''.

دی وايي، لور یې ونه موندل شوه، زه هم له کورنۍ سره راستون شوم. پولیسو ته مو راپور ورکړ، پولیسو وویل، یو ساعت نور وخت اخلي، شاید د کورنۍ د نورو غړو کور ته تللې وي. موږ یو دوه ساعته نور هم انتظار شوو. لمر لوېدو ته نژدې شو. بیا ولاړم او پولیسو ته مې بشپړ راپور ورکړ. خو پولیسو راته وویل مسؤول کس نه شته، سبا اته بجې راشه''.

ښاغلی قریشي وايي، له پولیسو سره یې اړیکه ونیوه: ''ګهیځ اته بجې ورغلم دوسیه جوړه شوه، پولیسو ویل چې اوس تاسو هم پسې ګرځئ موږ هم. موږ کوڅه، ګاونډیان، او ټول ځایونه ولټول، هېچا ته هېڅ پته نه وه''.

دی وايي، بیا مو په څېرمه سیمو کې د نجلۍ د ورکېدو اعلان خپور کړ.

ښاغلی قریشي زیاتوي، پولیسو ده ته وویل چې د ستایش قاتل ظاهراً د نجلۍ له تښتولو او وژلو وروسته له خپلو ملګرو سره اړیکه نیولې چې د ستایش د مړي په لېږدولو کې مرسته ورسره وکړي، خو ملګرو یې سم لاسي پولیسو ته د پېښې خبر ورکړی، او پولیسو هم ژر د قاتل د نیولو لپاره اقدام وکړ.

ښاغلی قریشي د پولیسو له قوله وايي: 'قاتل' خپل جرم منلی چې په وینا یې د ستایش پر بدن او مخ یې د تیزابو نښې او د سوځېدو علامې لیدل کېږي.

د ایران د پولیسو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران په ځینو رسنیو کې راپور ورکړل شوی، چې مشکوک زلمي له قتل او تیزاب پاشلو وړاندې، پر ستایش تېری کړی، خو ښاغلی قریشي وايي، په دې اړه طبي او عدلي څېړنو ته تم دی، چې تر اوسه یې لاس ته نه دي ورغلې.

د ایراني رسنیو په وینا، مشکوک قاتل ۱۷ کلن ایرانی دی.

ښاغلی قریشي زیاتوي، د ستایش د خښولو او فاتحې مراسم ترسره شوي دي.

Image caption په ایران کې د افغان سفیر احمد نصیر نور او د سفارت د کلتوري سلاکار په ګډون ګڼ افغان چارواکي د ښاغلي قریشي کور ته د خواخوږۍ ښودلو لپاره ورغلي.

د فارس خبري آژانس ویلي: ''د ستایش د وېروونکې پېښې په تعقیب په خیر آباد کې ځینې ایراني او افغان چارواکي د ښاغلي قریشي کور ته ورغلي او له هغوی سره یې غمشریکي ښودلې ده''.

ددغه راپور پربنسټ، په ایران کې د افغان سفیر احمد نصیر نور او د سفارت د کلتوري سلاکار په ګډون ګڼ افغان چارواکي د ښاغلي قریشي کور ته د خواخوږۍ ښودلو لپاره ورغلي.

دې پېښې په خواله رسنیو او د افغان او ایراني کاروونکو په منځ کې ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

ورته مطالب