"د کابل ښار بريد له هېواده بهر پلان شوی و"

د انځور حقوق EPA

افغان چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل ښار نننۍ بريد چې لږترلږه ۳۰ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۳۲۷ نور ټپيان شوي وو له "هېواده بهر پلان شوی و".

د افغانستان د ملي يووالي حکومت د اجراييه رياست د وياند مرستيال جاويد فيصل بي بي سي سره خبرو کې په مخامخ دول د کوم هېواد نوم وانخېست خو ويلي يې دي"ټاکل شوې وه چې اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله به د مې مياشتې په لومړيو کې د پاکستان د لومړي وزير په رسمي بلنه پاکستان ته سفر کولو خو اوس دغه سفر ځنډېدلى دی". دده په وينا "هغه شواهد چې موږ تر لاسه کړي پر اساس يې ويلی شم چې دغه پېښه له افغانستان بهر پلان شوې وه او د دغو شواهدو پر بنسټ دغه سفر ځنډېدلی دی". نننۍ بريد د پل محمود خان په سيمه کې شوی و.

د کابل امنيه قومندان جنرال عبدالرحمن وايي په وژل شويو کسانو کې ډېری ولسي وګړي دي خو په دغه پېښه کې يو شمېر پوځيانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. جنرال عبدالرحمن وايي ټوله مرګ ژوبله په لومړني بريد کې اوښتې ده، امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته رسېدلي او يو بل بريد کوونکي يې وژلی دی.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند اسمعيل کاووسي بي بي سي ته وويل، هغه ټپيان چې روغتيایي حالت يې د اندېښنې وړ ګڼل شوی، کابل ښار کې لويو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې پړه طالبانو پر غاړه اخيستې.

ورته مطالب