کابل کې د کوچنيانو او مېرمنو په گډون ۲۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق epa

د افغانستان پلازمېنې کابل پولیس وايي، د پل محمود خان په ځانمرګي برید کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي. د عامې روغتیا وزارت د وژل شویو شمېر اوه او د ټپیانو شمېر ۳۲۷ کسان اعلان کړی، چې وايي په ټپیانو کې ډېری ولسي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، په برید کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي:

''نن ګهیځ نهه بجې یوموټربم ځانمرګی برید وشو، چې څنګ ته یې پوځي قرارګاه هم وه، یو دېوال یې نړېدلی، ټول ټال ۲۸ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي ، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي او ۱۸۲ کسان پکې ټپیان شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي''.

ښاغلي رحيمي زیاته کړه، په وژل شویو او ټپیانو کې ځینې پوځيان هم دي.

د کابل امنیه قومندان وویل، ټوله مرګ ژوبله په لومړني برید کې اوښتې ده، او بیا امنیتي ځواکونه رسېدلي او یو بل برید کوونکی یې وژلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اسمعیل کاووسي بي بي سي ته وویل، هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ګڼل شوی، کابل ښار کې لویو روغتونونو ته لېږدول شوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبانو ویلي، په برید کې یې له لارۍ موټر ګټه اخیستې ده
د انځور حقوق Reuters
Image caption د کابل پولیس وايي، برید د پوځي قرارګاه څنګ ته شوی، چې یو دېوال یې پکې نړېدلی دی.
د انځور حقوق AP

دغه وزارت وايي، شاید د ټپیانو شمېره د وخت په تېرېدو ډېره شي.

بل خوا، د کورنیو چارو وزارت ویلي، له موټربم ځانمرګي برید وروسته سیمې ته په کافي اندازه امنیتي ځواکونه استول شوي، چې برید کوونکي له پښو وغورځوي.

صدیقي وايي: ''له بده مرغه ولسي وګړو ته په برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده. خو سیمې ته زموږ کافي اندازه ځواکونه رسېدلي. برید د موټر په مټ شوی''.

د انځور حقوق epa

ښاغلی صدیقي زیاتوي، د وژل شویو په اړه دقیق معلومات نه لري، خو وايي هلته د مهمو کسانو د ساتنې لپاره د ملي امنیت یو اړوند دفتر شته.

دی وايي، چاودنه په هغه سیمه کې شوې، چې د ولسيو ګړو دوکانونه، د کاروبار ځای او د تګ راتګ لاره ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ''پل محمود خان کې نننی ترهګریز برید له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د دښمن د ماتې ښکارندوی دی''.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کابل امنیه قومندان وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ولسي وګړي او امنیتي کسان هم دي

برید دومره پیاوړی و، چې غږ یې د کابل ښار ختیځو او لوېدیځو سیمو کې هم اورېدل شوی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، له چاودنې سره د امریکا د سفارت له ودانۍ د خبرداري زنګ هم اورېدل شوی.

د ذبیح الله مجاهد په نامه، د وسله والو طالبانو یوه ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د کابل برید د دوی کسانو کړی، چې په وینا یې هدف یې د استخباراتو لسم ریاست و.

مجاهد ادعا کوي، لومړی یې وسله والو د کابل ښار لومړۍ حوزې اړوند کې درنه چاودنه کړې بیا یې برید کوونکي د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته ننوتي او جګړه کوي، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

غبرګونونه

دا برید ډېرو اړخونو غندلی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برید د غندلو سربېره ویلي: ''د کابل پل محمود خان ته څېرمه نننی ترهګریز برید له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د دښمنانو د ماتې ښکارندويي کوي''.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یونما) هم ویلي، د ولسي وګړو د ګڼې ګوڼې په یوې ډکې سیمې د طالبانو دغه برید ددې څرګندوی دی چې دوی د ولسي وګړو ژوند ته پام نه کوي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی او وايي چې امریکا د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

اخوا د حزب اسلامي پخواني وياند او د اجرايه شورا غړي، قريب الرحمان سعيد، هم دا کابل بريد په کلکه غندلى دى او ويلي يې دي " حزب اسلامي پخوا او اوس هم دغه ډول جنايات چې په کې عامو ولسي خلکو ته تاوان رسيږي په کلکه غندي".

په يوې اعلامېې کې ښاغلي سعيد په شتمنو خلکو غږ کړى دى چې د اغېزمنو شوو کورنېو سره مرستو ته راوړاندې شي.

پاکستان وايي، د کابل برید غندو

د انځور حقوق AP

پاکستان په کابل کې نن سې شنبه شوی برید غندلی او وايي، د افغاني وروڼو په دې غم کې برابر شریک دی. په اسلام اباد کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې ویل شوي، پاکستان د هرقسم ترهګرۍ که هرځای کېږي، پر ضد دی او دا برید په سختو ټیو کې غندي.

په دغه بیان کې ویل شوي، پاکستان د وژل شويو کسانو له کورنیو سره په غم غمجن دی او د ژوبل شويو کسانو لپاره لاس په دوعا دی. پاکستان وايي، له افغاني وروڼو سره د غم په دې موقع کې او د هغوی لخوا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ دی.

د تېر کال د کب پر اتمه، هم دفاع وزارت مخې ته ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ کسان ووژل او ۳۱ نور یې ټپیان کړل.

د کابل ځانمرګی برید داسې مهال شوي، چې د افغانستان امنیتي ارګانونو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د کندوز په دشت ارچي، خان اباد، چهار دره، امام صاحب ولسوالیو او کندوز ښار کې ۸۲ مخالف وسله وال وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی اړوندو روغتونونو ته ۲۰۸ ټپیان وروړل شوي

څو ورځې وړاندې، طالبانو په ټول هېواد کې د 'عمري' په نامه پوځي عملیاتو پیلولو اعلان وکړ، خو افغان حکومت وویل، چې د طالبانو پرضد یې د 'شفق' په نامه عملیات پیل کړي او د طالبانو عملیات یې تبلیغات وبلل.

ورته مطالب