'افغانستان باید د سزا د معافیت کلتور ختم کړي'

د بشري حقونو د څار سازمان، چې دفتر یې په نیویارک کې دی، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي، چې په هېواد کې د سزا د معافیت کلتور پای ته ورسوي چې په وینا یې باید د نړیوالو قوانینو پام کې نیولو سره دغه مصونیت ختم کړي.

په دې لیک کې، چې د پنجشنبې په ورځ (غوايي دویمه) ددغه سازمان له خوا خپور شوی، راغلي افغانستان کې معافیت یو فرهنګ ګرځېدلی او له تېرو لسیزو راهیسې په دې هېواد کې دود شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان باید دغه فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي او په هېواد کې د نړیوالو جرمونو د محکمې کار ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان حکومت د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر میاشت کې د نړیوالې جنايي محکمې یا ICC غړی شو، چې تر اوسه یې په غړیتوب ۱۳ کلونه تېرېږي.

دغه سازمان وايي، په نړیوالې جنايي محکمې کې د افغانستان د غړیتوب په ترلاسه کېدو سره داسې هیلې وټوکېدې چې د قانون واکمني به د بې قانونۍ ځای ونیسي.

په افغانستان کې له یوې لسیزې خونړۍ جګړې وروسته، لاهم په هېواد کې د بېلابېلو وسله والو ډلو او د حکومت اړوندو پوځي ځواکونو له خوا بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

دغه بنسټ وايي، ډېر کم د بشري حقونو سرغړوونکو ته سزا ورکول کېږي، او د قرباني شویو ته تر اوسه خپل حق نه دی ورکړل شوی.

یاد سازمان زیاتوي، طالبان او نورې حکومت مخالفې ډلې په ښکاره له نړیوالو حقونو سرغړونه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، له ۲۰۰۱ کال وروسته د دولت ځینې زورواکي او چارواکي د دوی د مصونیت له کبله نه دي مجازات شوي.

دغه سازمان وايي، د مجازاتو د مصونیت د ستونزې حل د قضايي سیستم په ملاتړ او حساب ورکولو کې دی، چې په وینا یې د جنایتونو له عاملینو سره باید د نړیوالو معیارونو مطابق چلند وشي او قربانیانو ته چټکه خساره ورکړل شي.

ورته مطالب