افغان امنيتي ځواکونو د کابل پوهنتون يو استاد نيولی

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تاييد کړې چې د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي يو ښوونکی د ملي امنيت د ادارې له خوا نيول شوی دی.

د دغه وزارت وياند فيصل امين بي بي سي ته ويلي چې، د ملي امنيت ادارې دی د پوهنځي له ودانۍ "بهر نيولی"، خو د دغه ښوونکي د نيولو په اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د افغانستان يو شمېر رسنۍ بيا وايي، چې دغه ښوونکی د توندلارۍ سره د اړيکو په تور نيول شوی دی.

د پژواک خبري اژانس په وينا د شرعياتو پوهنځي دغه ښوونکی په يوه نژدې جومات کې ملا هم دی.

د افغانستان په پوهنتونو کې توندلاري يوه له هغو ستونزو څخه ده چې له اوږدې مودې يې د امنيتي ادارو د پلټنې توجه ورجلب کړې ده.

دوه کاله واړندې د ستراتيژيکو څېړنو مرکز په خپل يوه راپور کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د توندلارۍ خبر ورکړی و او يلي يې وو چې د طالبانو ډلې، حزب اسلامي او القاعده دغو توندلاريو کې لاس لري.

د تېر کال نومبر مياشت کې ځايي چارواکو د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلين د داعش د بيراغ پورته کولو په تور نيولي هم وو.

هغه مهال د دغې پېښې د پلټنې په تړاو د ولسمشر يو پلاوی ننګرهار ته تللی او بي بي سي ته ويلي وو چې د دغه پوهنتون شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي له داعش ډلې سره اړيکي لري.

ورته مطالب