پکتیکا کې د فیسبوک پر مټ عامه کتابتون جوړ شوی

Image caption دغه کتابتون د خیر کوټ ولسوالۍ په بازار کې، په یوه عادي دوکان کې جوړ شوی. لرګینې المارۍ لري او په روکونو کې یې بېلابېل علمي او ټولنیز کتابونه لیدل کېږي.

په ټوله پکتیکا کې یو کتابپلورنځی شته، خو کتابتون اصلا پکې جوړ شوی نه دی. همدې تشې ته په کتو افغان محصل عظمت کټوازي په فیسبوک کې د کمپاین له لارې کتابونه را ټول کړي او د پکتیکا په خیرکوټ ولسوالۍ کې یې د 'غازې ادې' په نامه عامه کتابتون جوړ کړی.

دغه کتابتون د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې بېلابېل کتابونه لري او د لوی کټواز د ۱۲ ولسوالیو اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.

دغه کتابتون د خیر کوټ ولسوالۍ په بازار کې، په یوه عادي دوکان کې جوړ شوی. لرګینې المارۍ لري او په روکونو کې یې بېلابېل علمي او ټولنیز کتابونه لیدل کېږي.

عظمت کټوازي د غازي ادې د عامه کتابتون د جوړولو د انګېزې په اړه بي بي سي ته وویل: "په لیسه کې چې متعلم وم، د کتاب پیدا کولو ستونزې موجودې وې، د کټواز په یوولسو ولسوالیو کې کتابپلورنځی او حتی قرطاسیه پلورنځی نه و. د کتاب تر لاسه کولو لپاره به مرکز ښرنې ته تلو، کله چې د کابل پوهنتون ته بریالی شوم، نو فکر مې وکړ چې زموږ په کلي کې عامه کتابتون جوړېدای شي. د فیسبوک له لارې مې کمپاین پیل کړ او ملګرو مې مرسته را سره وکړه."

د غازي ادې د عامه کتابتون د سمبالښت چارې ګل احمد پر مخ وړي، هغه د شپې لیسې زده کوونکی دی. ګل احمد وايي، تر پخوا یې مراجعین زیات شوي: "په کتابتون کې اوس ۲۰۰۰ کتابونه لرو او ۶۰۰ ټوکه مو د لېسو په زده کوونکو وېشلي دي. په پیل کې مو یو – دوه مراجعین لرل، خو اوس یې شمېر تر ۲۰ کسانو رسېدلی دی. "

Image caption عظمت کټوازي د غازي ادې د عامه کتابتون د جوړولو د انګېزې په اړه بي بي سي ته وویل: "... فکر مې وکړ چې زموږ په کلي کې عامه کتابتون جوړېدای شي. د فیسبوک له لارې مې کمپاین پیل کړ او ملګرو مې مرسته را سره وکړه."

د غازې ادې عامه کتابتون ته راتلونکي کسان وايي، کتابتون یې ډېرې زده کړییزې ستونزې ور حل کړي دي.

د خیر کوټ ولسوالۍ د سه ګانه کلي اوسېدونکی عبدالجلیل کټوازی وايي، له کتاب لوستلو سره یې مینه و خو نه یې شو تر لاسه کولای: "کتابتون د کټواز خلکو ته ډېرې ګټې رسولې دي، زه خپل ماشومان هم دلته راولم چې له کتاب سره یې لېوالتیا زیاته شي. " د زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعزیز سرتېر وايي، مخکې به یې د یوه کتاب د تر لاسه کولو لپاره ښرنې ته تللو چې له زرغون ښاره کابو ۶۰ کیلوميټره به واټن لري.

هغوی چې د خپل ولس د شعور لوړونې او زده کړې لپاره مټې را نغاړي، نو ستړیا هم زغملای شي. عظمت کټوازی وايي، په راتلونکې کې به د خیرکوټ په څنګلورو ولسوالیو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي:

"یو ځل مخکې هم د کتاب لوستنې یو کمپاین په ښوونځیو کې پیل کړ او په راتلونکي کې هم د کتاب لوستنې د دود د عامولو لپاره ورته کمپاین ته هوډ لرو. ډېرو کسانو سره د فیسبوک له لارې د کتابونو ژمنې کړي، په نږدې وخت کې به د خیر کوټ ولسوالۍ په څنګلورو ولسوالیو کې دوه عامه کتابتونونه نور جوړ کړو. "

Image caption د زرغون ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعزیز سرتېر وايي، مخکې به یې د یوه کتاب د تر لاسه کولو لپاره ښرنې ته تللو چې له زرغون ښاره کابو ۶۰ کیلوميټره به واټن لري.

که څه هم افغان دولت د عامه کتابتونو د عامولو لپاره د ریاست په اډانه کې یو تشکیل لري، خو تېرو ناخوالو دا لړۍ هم ټکنۍ کړېده. په دې وروستیو کې د خواله رسنیو پر مټ افغان ځوانانو د بېلابېلو ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د عامه کتابتونونو د عامولو لړۍ پیل کړې، خو لا هم د مطالعې د کلتور عامول وخت ته اړتیا لري.

ورته مطالب