د کتاب نړیواله ورځ؛ افغانستان کې کتاب چاپول په کمېدو دي

سپین سهار
Image caption د 'دانش' خپرندویې ټولنې د تخنیکي چارو سمبالګر سپین سهار راته وویل دوه کاله وړاندې د چاپ لړۍ دومره ګړندۍ وه چې ان هره ورځ یې یو کتاب چاپاوه خو اوس په ډېرې خوارۍ ایله په میاشت کې دوه، درې کتابه خپروي.

په افغانستان کې د نورو آسیایي هېوادونو په پرتله ورځ تر بلې د کتاب چاپولو کچه راټیټږي. افغان دولت د کتاب ۸۰ چاپ مرکزونو ته جواز ورکړی چې اوس یوازې د ګوتو په شمار چاپ خونې فعالې دي.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې وايي، ډېرو چاپ خونو د بېلابېلو ستونزو له امله خپل مرکزونه تړلي دي.

د کتاب چاپونکي مرکزونه وايي ۵۰ سلنه د کتابونو چاپېدل کم شوي دي.

د کتاب پلورنځیو په وره پسې نښتو الماریو کې د چاڼ شویو کتابونو نومونه، که څوک یې پېري هم نه یو وار یې د نوم لوستو ته پښه نیولی کېږي.

د کابل ښار په قوای مرکز کې زه هم یوه خپرندویه ټولنه کې چې ظاهراً یو کتاب پلورنځی ښکاري، څو شېبې د کتابونو مخ پاڼو ته ودرېدم.

"دانش" خپروندیه ټولنه چې شاوخوا ۲۲ کاله مخکې یې له پېښوره د کتاب چاپ او خپرولو ته ملا وتړله شاوخوا ۲۵۰۰ عنوانه کتابونه یې تر اوسه خپاره کړي، ددې ټولنې د تخنیکي چارو سمبالګر سپین سهار راته وویل دوه کاله وړاندې د چاپ لړۍ دومره ګړندۍ وه چې ان هره ورځ یې یو کتاب چاپاوه خو اوس په ډېرې خوارۍ ایله په میاشت کې دوه، درې کتابه خپروي.

دا نو ښايي د خلکو پر اقتصاد پورې تړلې خبره وي خو په ټوله کې افغان دولت د ۸۰ په شمېر کې چاپخونو ته د کار اجازه ورکړې، اوس د ګوتو په شمېر یې فعالې دي لامل یې دې هیواد کې دنالوستۍ لوړه کچه یادیږي.

د کابل ښار په میرویس میدان کې دانش کتاب پلورنځی د لیکوالو د ګڼې ګوڼې ځای دی، خو عام لوستوال او پېرېدونکي یې لږ و.

تیلیفون د کتاب ځای ناستی!

د کتاب پلورونکي وايي د عامه مالوماتو کتابونه یې ډېر بازار نه لري یوازې د ښونځيو او پوهنتونونو د نصاب کتابونه ترې اخیستل کیږي داسې پوهنتوني محصلین ‎هم لیدلی شو چې د کتاب وړلو پرځای په خپل ګرځنده ټیلیفون کې د خپلې اړتیا له پاڼې انځور اخلي او پسې ځي.

دې هېواد کې لاخو د لوستو شمیر له دیرش سلنو نه پورته کیږي.

له هغې چې ځوانانو زده کړو ته مخه کړه د زده کړو مرکزونه هم لا پسې ډېر شول زرګونه ځوانان پوهنتونو ته لاړل او ځي. دغلته تر نورو ډېر همدا نسل کتاب لولي خو د بې روزګارۍ او بې وسۍ له امله ډیر د کتاب د پیریدولو وس نه لري.

د کابل پوهنتون لور ته ولاړم، هغو کتاب پلورنځیو ته ورغلم چې د افغانستان تر ټولو لوې پوهنتون ته نژدې دي.

نژدې درې ساعته کابل پوهنتون ته نژدې کتاب پلورنځي او خپروندویې ټولنې عرفان کې په تمه وم په همدې موده کې درې محصلان راغلل یوازې یوه یې یو کتاب واخیست. د دې ټولنې مدیر وایي د کتابونو د چاب کچه یې ۵۰ سلنه راټیټه کړې او د کتابونو شته ډیري هم نه پلورل کیږي.

خپروندویې ټولنې وایي چې دولت ته مالیه ورکوي خو دولت د چارو د ښه والي لپاره ملاتړ نه کوي. د اطلاعاتو کلتور وزارت وایي د جواز، هڅونې او خپروندوې ټولنې د کارونو د اسانتیا برخه کې ترې شاته نه دي.

د اطلاعاتو کلتور وزارت د خپرونو مشره نجیبه مرام مې وپوښتله چې په ۱۳۹۳ کال کې څومره ټوکه کتابونه چاپ شوي دي؟ هغې وویل د کتاب له چاپه کره شمېرې نه لري، خو اتیاوو چاپخونو ته یې جواز ورکړی.

Image caption خپروندویې ټولنې وایي چې دولت ته مالیه ورکوي خو دولت د چارو د ښه والي لپاره ملاتړ نه کوي.

افغانستان چې پر کیسو یې دنورۍ نړۍ خلک کتابونه لولی دلته نو که کتابونه څومره هم ډېر شي د لوستوال شمېر هومره نه دی چې د کتاب لیکونکو او پلورونکو سترګې پرې ډکې شي.

ښايي پرکتاب مینان هم په افغانه ټولنه کې ډیر وي خو ډیر کتابونه لا په تاقچو کې بې لمسه پاڼه پرپاڼه ویده وي او لږ به یې د لوستوال پر ګوتو ویښېږي.

ورته مطالب