ګوشتې کې له پاکستاني پوځيانو سره نښته کې افغان سرتېری وژل شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption ګوشته هغه سیمه ده چې وخت ناوخت پکې افغان او پاکستاني ځواکونو سره کېوزي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې یو افغان پوله ساتونکی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، پاکستاني پوځيانو له تېرې ورځې راهیسې د ګوشتې په اناګي کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مني، چې په دغه نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، نن ګهیځ پاکستاني سرتېرو برید وکړ، چې د افغان ځواکونو ځوابي برید ورباندې کړی.

د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قومندان ولي خان شینواری د جګړې پخلی کوي خو دا نه وايي چې پاکستاني پوځیانو دې پر افغان پوستو بریدونه کړي وي.

رپورټونه وايي د تېرې شپې تر نا وخته د دواړو لورو ترمنځ ډزې روانې وې، تر اوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني طالبانو د 'جماعة الاحرار' ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي تېره شپه يې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مومندو په ایجنسۍ کې پر پاکساني ځواکونو بریدونه کړي.

ګوشته هغه سیمه ده چې وخت ناوخت پکې افغان او پاکستاني ځواکونو سره کېوزي.

د ۲۰۱۳ اپریل کې، د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار چارواکو وویل، پاکستاني سرحدي ځواکونو له افغانستان سره په سرحد کې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې هغه دروازه لرې کړې چې څو ورځې مخکې يې لګولې وه .

په ۲۰۱۳ کال هم په ګوشتې ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونو د هغې دروازې جوړولو نیت وکړ، چې د افغان لوري له خوا ړنګه شوې وه، چې بیا وروسته جګړه پیل شوه.

په جګړه کې دواړو لورو درنې وسلې کارولې وې، چې په لړ کې یې یو افغان سرتېری ټپي شوی و، او پاکستاني لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

په وروستیو کې د ډېورنډ کرښې په خوا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر نښتې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.

ورته مطالب