روسيه: افغان طالبانو سره اړيکه نه لرو

د انځور حقوق Russian Embassy
Image caption ښاغلی مانټيټسکي وايي روسيه هېڅکله هم له طالبانو سره د اړيکو غوښتونکي نه وه

په کابل کې د روسيې سفير، الکساندر مانتيتسکي، په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې هېواد يې له طالبانو سره اړيکه نه لري او د افغان حکومت ملاتړی دی.

نوموړي وويل، په وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوې وو چې گواکې روسيې له طالبانو سره اړيکي ټينګې کړي دي، چې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې مبارزه کې له دغې ډلې کار واخلي.

ښاغلي مانتيتسکي دغه تورونه بې اساسه بللي او وايي روسيه هېڅکله هم له طالبانو سره د اړيکو غوښتونکي نه وه.

نوموړی وايي، په دې اړه چې څه خپاره شوي، هغه د روسيې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له خبرو ناسمه پوهېدا ده.

وړاندې یو شمېر افغان رسنيو راپورونه خپاره کړي وو چې مسکو د "اسلامي دولت" نومې ډلې سره د مقابلې لپاره د طالبانو د کارولو په اړه خبرې کړې.

د روسيې سفير ويلي هېواد يې د افغان سولې په اړه باوري دی. داسې سوله چې طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني او له القاعده او نورو ټولو ترهګرو ډله سره خپلې اړيکي پرې کړي.

ښاغلي مانتيتسکي د کابل او مسکو د همکاريو په اړه هم خبرې وکړې او وې ويل هېواد به يې د افغان امنيتي ځواکونو د لا پياوړتيا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وينا په نظامي او غير نظامي برخه کې لسګونه افغان زده کوونکي په روسيه کې په زده کړو بوخت دي، څو مياشتې وړاندې روسيې افغان امنيتي ځواکونو ته ۱۰ زره کلاشينکوفونه او په ميليونونو مرمۍ ورکړې.

ورته مطالب