"دوستم ته له امريکايي ويزې انکار نه دى شوى"

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال دفتر، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې دې راپور ته غبرگون کې دا خبره کړې او ويلي يې دي چې د ورځپاڼې راپور "بې بنسټه" دى. ورځپاڼې وړاندې ليکلي چې ښاغلى دوستم امريکا ته تلونکى و، خو امريکا ويلي و " که د هغۀ د ويزې خواست وشي نه به منل کېږي".

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال، عبدالرشيد دوستم دفتر ده ته د امريکا د ويزې د نه ورکولو په تړاو د نيويارک ټايمز د ورځپاڼې راپور "بې بنسټه" او "له غرضه" ډک بللی و.

نیویارک ټایمز ریپوټ ورکړی چې نيویارک او واشنګتن ته د ښاغلي دوستم له سفره یوازې څو ورځې مخکې متحده ایالتو، افغان حکومت ته خبر ورکړ، که د عبدالرشيد دوستم د ويزې لپاره خواست وشي امريکا به يې ردوي.

ورځپاڼه ليکي چې امريکا يواځې څو ورځې مخکې د دې نه افغان حکومت ته دا خبر ورکړى چې ټاکل شوې وه، ښاغلى دوستم به په نيويارک کې د ملگرو ملتو ځانگړې غونډې کې گډون لپاره تللو.

د لومړي مرستيال دفتر مسول، عنايت الله فرهمند، پر فېسبوک پاڼې ليکلي "ټاکل شوې وه چې دا سفر ترسره شي خو د افغانستان په شمال کې نارامۍ د دې سفر د لغوه کېدو سبب شوی، ټول په دې پوهېږي چې د دې سفر لپاره بشپړ چمتو والى نيول شوى و".

نيويارک ټايمز ليکلي چې "د اوباما حکومت د جنرال دوستم په مشرۍ کسان په ٢٠٠١ کال کې د سلگونه طالب بنديانو مسول گڼي، او د ولسمشر لومړنى مرستيال د امريکا له نظر په جنگي جنايتونو تورن دى".

د ورځپاڼې په وینا، افغان چارواکو، د دې لپاره چې ځان له شرمه خلاص کړي، پر دې مسلې ژر خاورې واړولې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او وايي چې پر انفرادي قضیو تبصره نه کوي.

خو د نیویارک ټایمز په وینا له کلونو راهیسې امریکايي چارواکي تر ډېره د جنرال دوستم په اړه په دې نظر دي چې آن د ټولو هغو کسانو د "جرمونو او نارواوو" پرتله، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې د پرمخ بیولو لپاره پرې تکیه کړې، جنرال دوستم د خپلو پخوانیو "بې رحمیو" له امله بېل ځای لري.

جنرال دوستم په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو پر ضد جبهې يو مهم مشر و، او امريکا سره يو ځاى د طالبانو د حکومت د سقوط لپاره جنگېدلى، او په دې وروستېو کې يې يوې مطبوعاتي مرکې کې ويلي وو "امريکا کې ډېر ملگري لري او غواړي له نژدې ورسره د افغانستان په مسلو وغږېږي".

ورته مطالب