"د ځانمرګي واسکټ کندوز کې اته ځانمرګي برید کوونکي وژلي"

Image caption تېر کال، کندوز د طالبانو لاس ته ولوېد، چې دا د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د هېواد په شمال ختیځ کندوز ولایت کې اته ځانمرګي برید کوونکي د یوه برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ چاودلو له کبله وژل شوي دي.

د دغه وزارت له خوا د غوایي پر اومه یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، دغو کسانو نن ګهیځ غوښتل د دشت ارچي ولسوالۍ له نهر کهنه سیمې د کندوز مرکز ته د بریدونو لپاره ولاړ شي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، دغو کسانو په کندوز ښار کې د ځانمرګو بریدونو تابیا نیولې وه.

د افغان چارواکو په وینا، د معلوماتو له مخې، دغه کسان د طالبانو د یوه قومندان (ملا ولي) اړوند وو.

کندوز له تېرو څو اونیو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د جګړې شاهد دی.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه طالبان ددغه ولایت د کومې برخې په نیولو نه دي توانېدلي او افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو طالبان وايي، چې دوی د کندوز ځینې سیمې نیولې دي.

تېر کال، کندوز د طالبانو لاس ته ولوېد، چې دا د طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېده.

څو ورځې وړاندې حکومتي چارواکو وویل چې د قاري سلیم په نامه یې د طالبانو یو پوځي مسؤول له خپلو پنځو کسانو سره نیولی دی.

همدارنګه، افغان حکومت څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې کندوز کې یې د ملا سلیم په نامه د طالبانو یو قومندان وژلی دی.

ورته مطالب