د افغانستان په شمال کې د نښتو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Takhar Gov
Image caption افغان چارواکو په تخار او کندوز ولايت کې له وسله والو مخالفانو سره د نښتو خبر ورکړی دی.

چارواکي وايي د افغانستان په شمال د تخار او کندوز ولايتونو په دوو بېلابېلو نښتو کې د طالبانو ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د قاري نجيب په نامه د وسله والو طالبانو قومندان له خپلو ۹ ملګرو سره يو ځای د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې وژل شوي دی.

د خبرپاڼې په وينا، د دغې قومندان ۲۰ تنه نور وسله وال افغان امنیتي ځواکونو نيولي دي.

بل خوا طالبانو هم په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، په چهادره ولسوالۍ کې افغان او امریکايي ځواکونو پوځي عملیات ترسره کړي او ۵۰ ولسي وګړي يې له ځانه سره بېولي دي.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې وسله والو طالبانو (چهارشنبې ۲۷ اپريل) د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ بريد کړی دی.

نوموړي زياته کړه دغه بريد يې په شا تمبولی، په وينا يې په نښته کې د يوه امنیتي سرتېري په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د ښاغلي تيمور په وينا امنیتي ځواکونه په دې توانېدلي، چې د اشکمش ولسوالۍ اته کلي چې وړاندې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وو، د عملياتو په ترڅ کې بېرته ونيسي.

په تخار کې د بي بي سي خبريال په وينا د افغان ځواکونو له عملياتو وړاندې په بغلان او کندوز ولايت کې د ازبکستان د جنبش اسلامی ډلې زيات جنګيالي مېشت وو چې اوس له سيمې وتلي دي.

د تخار والي هم امنيتي سرچينو ته امر کړی چې د "حکومت پر مخالفو وسله والو رحم و نه کړي او د له منځه وړلو لپاره يې کوټلی ګامونه واخلي."

څو ورځې وړاندې افغان امنيتی ځواکونو په کندوز کې د طالبانو د ډلې د يوه قومندان د نيولو خبر هم ورکړی و.

ورته مطالب