طالبانو د قطر له دفتره پاکستان ته د خپل پلاوي استول منلي

د طالبانو د قطر دفتر دې پلاوي کې دوه غړي شامل دي، خو طالبانو یې نومونه نه دي په ډاګه کړي. د انځور حقوق .
Image caption د طالبانو د قطر دفتر دې پلاوي کې دوه غړي شامل دي، خو طالبانو یې نومونه نه دي په ډاګه کړي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې منلې ده، چې د قطر له سیاسي دفتره یې یو لوړپوړی پلاوی اسلام اباد ته استولی چې ددغه هېواد له چارواکو سره د کډوالو پر ستونزو، په سرحدي سیمو کې پر مشکلاتو او د طالب بندیانو د خلاصون په اړه وغږېږي.

طالبان وايي، دغه پلاوی، چې د طالبانو د مشرتابه په امر استول شوی، پاکستان کې د ملا برادر او ځینو نورو طالب بندیانو د خلاصون په تړاو هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

وړاندې، ځینو دیپلوماتیکو سرچینو بي بي سي ته ويلي وو، په قطر کې د افغانستان د طالبانو د دفتر یو پلاوی له افغان حکومت سره " مخامخ خبرو" په غرض د غویي پر شپږمه/ اپریل ۲۵مه پاکستان ته رسېدلى دى.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، ددغه پلاوي استولو پرېکړه ځکه وشوه، چې د افغانستان خلک له پاکستان سره نژدې سوداګریز اړیکي او اوږده ګډه پوله لري. طالبانو هیله ښودلې، چې دواړه لوري د دې سفر هرکلی وکړي او مثبتې پایلې ولري.

دا مهال نژدې دوه میلیونه افغان کډوال پاکستان کې مېشت دي چې په وروستیو کې پر پوله ترینګلتیا د کابل او اسلام آباد ترمنځ د بحث توده مسله ګرځېدلې ده. افغان دولت پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی بولي.

څو ورځې وړاندې، د افغانستان ولسمشر د طالبانو او پاکستان پروړاندې تند غبرګون وښود.

کابل له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر اسلام آباد تکیه کړې ده.

کابل کې د څلور اړخیزو خبرو په څلورمه او وروستۍ ناسته کې، هوکړه وشوه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې کېږي، خو د یادې نېټې په نژدې کېدو سره، طالبانو په خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

دا بهیر د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ترینګلتیا ډېرېدو لامل شو، خو پاکستان اعلان وکړ چې د خبرو مېز ته د طالبانو راکشول یوازې د پاکستان کار نه دی.

افغان ولسمشر په تازه غبرګون کې وویل، له هغو کسانو سره د خبرو لار نوره نه ده پاتې چې د افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو پروړاندې جنګېږي.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې اړه هېڅ مالومات نه لري، خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت بیا نه دا خبر رد او نه يې تاييد کړ.

سرچینې ویلي وو، په دغه پلاوي کې د طالبانو د قطر دفتر دوه غړي ملا جان محمد او مولوي شهاب دین دلارو شامل دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان د سولې د بهير په اړه د څلور هېوادو غونډو تر دې دمه د خبرو د پيلولو په برخه کې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

مولوي دلاور په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پېښور کې د افغانستان کونسل و.

دې سرچينې دا هم ویلي وو "ټاکل شوې خبرې به په روانه اونۍ کې پېليږي" خو تراوسه پورې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د افغانستان د سولې بهير راژوندي کولو په اړه د فبرورۍ مياشت کې څلور اړخيزو خبرو کې موافقه شوې وه چې د تېر مارچ تر پايه به "د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي"، خو د طالبانو د مخالفت له امله دا خبرې ونه شوې.

ورته مطالب