د لغمان زندانیانې، د مېړونو قاتلانې

د انځور حقوق Getty
Image caption په ټول افغانستان کې له ۲۸ زرو درې سوه کسان بندیان دي چې له دې ډلې یې ۸۸۰ ښځینه دي.

په افغانستان کې یوازې درې ولایتونه کابل، بلخ او هرات د ښځو لپاره ځانګړي زندانونه لري، خو په ډېرو ولایتونو کې د نارینه وو د زندان یوه څنډه ښځینه زندانیانو ته ورکړل شوې. په افغانستان کې د ښځینه بندیانو شمېر نژدې ۹۰۰ ته رسېږي.

د لغمان ولایت ښځینو زندانیانو لیدو ته ورغلم دلته د ښځينه وو لپاره د اړتیا پربنسټ په نارینه زندان کې یوه څنډه بېله شوې.

د زندان ور مې وروټکاوه، ډېر به پرې خبر هم نه وي چې ګواکې د لغمان ښځینه زندان دې هم د نارینه وو زندان په یوه څنډه کې وي.

د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې کلتوري تړې داسې دي چې ګناه کارې ښځې په صحرایي محکمو وژل کېدای شي، خو کم سارې به وي چې د حکومت تر زندانه دې د یوې ښځې سر ورسېږي.

په مهترلام کې د مرکزي زندان یوه برخه د ښځو لپاره بېله شوې ورتلو کې به د نارینه زندان له څو دروازو پسې اوړې، لکه یو کوچنی کور په وړه حویلۍ کې یې د تناب پر مزو د ښځو جامې درښيي چې مېرمنې شته! دا نو د کور په بڼه هم جوړ دی خو نوم یې زندان دی او د ژوند لارې په کې دوی ته تړل شوې.

د انځور حقوق Getty
Image caption دلته د ښځینه وو زندانیانو وضعیت ظاهراً ښه و

دوه خونې ښځینه وو زندانیانو ته ځانګړې وې.

په ټول زندان کې يواځې درې ښځې د زندان د تمبو تر شا دي.

د دریو واړ عجیبه کیسه ده: دوه یې د مېړونو د وژلو په تور پړې ګڼل شوي بله ځوانه مېرمن له خپل مېړه په نادوده ډوله جلا شوې او کور یې پرېښی.

یوه هم د خپلې ملامتیا بار پر اوږونه وړي یوه یې چې ۵۰ کلنه وه په اوه کاله بند محکومه ده او اته میاشتې یې په بند کې تېرې کړي وایي مېړه یې بل چا وژلی خو تور یې په دې او د دې په زامنو راغی:

"زه او څلور زامن مې یو ځای ونیول شوو، مېړه مې بل چا وژلی تور یې پر موږ راغی یو زوی مې په شل کاله بند محکوم شو زه او بل زوی مې اوه کاله او دوه زامن مې وروسته له څېړنو خوشي شول".

یوه بندۍ چې شپږ کلن زوی یې هم ورسره په زندان کې د مېړه د قتل په تور اتلس کاله بند ورکړل شوی. اوه بچیان لري درې کاله کیږي چې له هغو جلا شوې ۵۵ کلنه وه له څېرې ځوانه ښکارېده ماشوم زوی ترڅنګ غلی ناست و له خپلې او مېړه له کورنۍ یې سرټکاوه "د مېړه رواني حالت مې ښه نه و خدای خبر به نیمه شپه چا وواژه تور یې په ما راغی اتلس کاله بند مې دی بچیان مې بې سر پرسته کله یو کور کله بل کور کې اوسېږي".

بله زندانۍ چې له ماسره یې په خبرو کې په یوه لاس د خپل درې میاشتنی ماشوم له ټوکر نه جوړه زانګو زنګوله نا ارامي یې په دواړه مخه مالومېده، خو خبرې یې کراره په ډاډه زړه کولې، اوه میاشتې یې په زندان کې اوړي ماشوم یې هم په زندان کې زیږیدلی د مېړه د نکاح په لرلو له لېوره سره له کوره وتلې ماشوم یې هم د خاوند له ورور دی. دواړو ته د دریو کلونو بند سزا ورکړل شوې:

"میړه مې معتاد و هر وخت یې وهلم له ژونده یې تنګه کړم له لېوره سره مې ولاړم شپې له کوره ووتو سهار پولیسو د کابل لغمان لاره کې ونیولو که له زندانه ووتلم وژني مې درې کاله پس هم له زندانه نشم وتلی".

دې ښځو، د زندان د چارواکو له چلنده شکایت نه کاوه د زندان چارواکو ویل ښځینه پولیسې او نورې اسانتیاوې چې د زندانیانو حق دی دوی ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption بله زندانۍ چې له ماسره یې په خبرو کې په یوه لاس د خپل درې میاشتنی ماشوم له ټوکر نه جوړه زانګو زنګوله نا ارامي یې په دواړه مخه مالومېده

د لغمان په زندان کې د زندانیانو شمېر نژدې ۱۲۹ ته رسېږي چې درې یې ښځې او نور یې نارینه دي. د زندان د امنیتي چارو مرستیال محمد زمان وایي داسې څه نشته چې د دوی او زندانیانو لپاره دې کړاو شي:

"له دې زندانه کلونه اوړي خو د ښځینه وو زندانیانو شمېر له پنځو نه دی ډېر شوی".

دلته د ښځینه وو زندانیانو وضعیت ظاهراً ښه و، خو د افغانستان په ډېری لرو پرتو سیمو زندانونو کې د ښځو وضعیت ترینګلی او ستونزمن وي هغه حقونه چې بشري حقونو او قانون ورکړي تر پښو لاندې کېږي.

په زندان کې که څه هم د ښځینه وو پښې او لاسونه زولانه نه وو، خو د پولیسو چلند ډېر ترینګلی و ما له زندانه د وتلو پر وخت وغوښتل د درو سرو زندانیانو یو شاکړی انځور واخلم، خو پولیسو اجازه رانه کړه، د زندانیانو مېرمنو وروستۍ خبره راسره په مخه ښه کې وه چې ویل یې که څوک په محکمه کې سزا واره شي او زندان یې ځای شي د کورنۍ خواخوږي غړي یې هم ورته ښه نظر نه لري، دا یې د کلتور یوه ځوروونکې برخه ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption په مهترلام کې د مرکزي زندان یوه برخه د ښځو لپاره بېله شوې ورتلو کې به د نارینه زندان له څو دروازو پسې اوړې، لکه یو کوچنی کور په وړه حویلۍ کې یې د تناب پر مزو د ښځو جامې درښيي چې مېرمنې شته!

په ټول افغانستان کې له ۲۸ زرو درې سوه کسان بندیان دي چې له دې ډلې یې ۸۸۰ ښځینه دي.

ورته مطالب