غني: په اعدام د محکومو مخالفو بندیانو دوسیې دې نهايي شي

په پام کې ده چې دا نوملړ نن ولسمشر اشرف غني ته وسپارل شي. د انځور حقوق AP
Image caption په پام کې ده چې دا نوملړ نن ولسمشر اشرف غني ته وسپارل شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر اشرف غني عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د حکومت د هغو مخالفانو دوسیې بیا وارزوي، او وروستۍ بڼه ورکړي چې پر اعدام محکوم شوي دي.

کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک پخپل ذراپور کې وايي، د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي ولسمشر غني تېره اونۍ ددغه هېواد عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې پر اعدام د محکومو زندانیانو دوسیې بیا وارزوي، او وروستۍ بڼه ورکړي، ښاغلي مرتضوي وویل چې ښايي دا نوملړ نن ولسمشر ته وسپارل شي:

"ولسمشر تېره اونۍ عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې کوم شمېر ترهګر پر اعدام محکوم شوي، دوسیې یې باید بیا وارزول شي چې د اعدام حکم عادلانه و که نه - یانې ایا داسې یو حکم و چې له قانون سره دې برابر وي، موږ هیله من یو چې نن به دا نوملړ ولسمشر ته وسپارل شي".

په کابل کې د وري د ۳۱ نېټې تر خونړي برید وروسته چې ۶۴ کسان یې ووژل او ۳۴۷ نور یې ټپیان کړل، یو شمېر خلکو د مخالفو وسلوالو پر وړاندې د حکومت دریځ نرم وباله او نیوکې یې پرې وکړې، نیوکو هله زور وکړ چې د افغانستان ملي امنیت چاودنه د حقاني شبکې کړنه وبلله، پر همدغه بنسټ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د حقاني شبکې د یوه چارواکي انس حقاني د اعدام غوښتنه وکړه.

نوموړی د افغان حکومت په بند کې دی، خو ښاغلي مرتضوي وویل چې د انس حقاني دوسیه لا هم نه ده بشپړه شوې:

"د انس حقاني پر اړه چې کوم معلومات لرو، د رسنیو د مخکینو راپورونو خلاف د ښاغلي انس حقاني دوسیه تر اوسه بشپړه شوې نه ده، چې بشپړه شي جزئیات به یې له تاسو سره شریک کړو".

افغان حکومت تر هغې څو ورځې وروسته د اعدامیانو دوسیې بیا ارزوي او وروستۍ بڼه ورکوي چې ولسمشر غني د وسله والو طالبانو، له پاکستان سره د اړیکو او سولیز بهیر پر اړه خپله نوې کړنلاره ډاګیزه کړه.

یو شمېر خلک له مخالفو بندیانو سره د حکومت چلند پوست ښيي.

د انځور حقوق AP
Image caption افغان دولت وايي، د انس حقاني دوسیه لا هم نه ده بشپړه شوې

خو ولسمشر غني څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي شورا په ودانۍ کې یوې ځانګړې غونډې ته ډاډ ورکړ چې په وینا یې څوک د افغانستان د بې ګناه خلکو او امنیتي سرتېرو وینه تویوي، کلک چلند به ورسره کېږي او سزا کیږي به، ولسمشر غني دا هم وویل چې د بې ځایه بښنو وخت تېر دی، او په وینا یې افغانستان ژمن دی چې د اعدام په ګډون د عدلي او قضايي بنسټونو ټول حکمونه په پوره متانت سره پلي کړي.

ورته مطالب