ننګرهار کې یوه بهرنۍ مرستندویه مېرمن تښتول شوې

د انځور حقوق f

د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییز چارواکي وايي نن سهار وختي یوه بهرنۍ مېرمن د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند بي بي سي ته وویل پنځه اویا کلنه استرالیايي مېرمن له امنیتي مسؤلینو سره له مشورې پرته یوه ساحوي دفتر تللې وه او د یو شمېر کسانو له خوا چې پوځي جامې یې پر تن وې وتښتول شوه.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، په افغانستان کې د بهرنیو کارکوونکو تښتول کومه نوې خبر نه ده، خو دا ځل تښتول شوی کس یوه پنځه اویا کلنه مېرمن ده، چې د ننګرهار ولایت د چارواکو په وینا د ښځو د ګلدوزۍ په برخه کې یې له مېرمنو سره مرسته کوله.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل دغه مېرمن له امنیتي مسؤلینو سره له مشورې پرته خپل ساحوي دفتر ته تللې وه چې په پوځي جامو کې د وسله والو له خوا وتښتول شوه:

"۷۵ کلنه استرالیايي مېرمن تېره ورځ ننګرهار ته راغلې ده چې د ګلدوزۍ په برخه کې کار کوي، دلته یې هېڅ کومې اړوندې ادارې نه دي خبرې کړې، د شپې خپل ساحوي دفتر ته تللې او ګهیځ وختي په پوځي یونیفورم کې ځینې کسان ورغلي او دا یې له ځانه سره وړې ده".

ښاغلی خوګیاڼی وايي په دغې پېښې کې د لاس لرلو په تور یې یو شمېر کسان نیولي دي او پوښتنې ګرویږنې ترې روانې دي او هڅه یې دا ده چې د پېښې اصلي عاملین پیدا کړي.

ورته مطالب