د هرات استیناف څارنوالۍ رییس ووژل شو

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چارواکي تاییدوي چې ددې ولایت د استیناف څارنوالۍ رییس سمیع الدین رهین په هرات ښار کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا ووژل شو.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته وویل، ښاغلی رهین له ساتونکو پرته په خپل شخصي موټر کې سپور و چې د وسله والو لخوا په نښه شو.

دا پېښه نن له غرمې وروسته د هرات ښار په شمالي برخه کې رامنځته شوه.

د هرات والي دا برید محکوم کړی او له امنیتي بنسټونو یې غوښتي چې د عاملینو د نیولو لپاره یې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلی.

د هرات پولیسو ویلي، د څېړنې ډله د پېښې سیمې ته ورغلې او جزییات به یې وروسته اعلان شي.

ورته مطالب