"د کندوز پر روغتون بريد جنگي جنايت نه دى"

د انځور حقوق
Image caption جنرال جوزف وټل، وويل دا " خواشينونکى بريد" د بشري او تخنيکي تېروتنې له امله رامنځ ته شوى و.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي د افغانستان د کندوز په ښار کې تېر کال شوى بريد "جنگي جنايت" نه و. دې بريد کې ٤٢ کسان وژل شوي وو.

د ٢٠١٥ کال ددې پېښې په اړه د امريکا لخوا د شوو پلټنو په هکله د معلوماتو ورکولو پر مهال دامريکا د مرکزي قوماندې مشر، جنرال جوزف وټل، وويل دا " خواشينونکى بريد" د بشري او تخنيکي تېروتنې له امله رامنځ ته شوى و.

ده د ١٦ امريکايي پوځيانو ترټل يا ډسپلن کول تاييد کړل او وې ويل دا يوه "غيرارادي" پېښه وه، ځکه نو د جنگي جنايتونو لاندې نه راځي.

د بې پولې ډاکټرانو يا ايم ايس ايف، چې ددې روغتون چارې يې پرمخ وړلې، د بريد وروسته په امريکا د جنگي جنايت تور لگولى و.

خو اوس به هيڅوک ددې بريد له امله جنايي تورونو سره نه مخامخ کېږي. ددې پر ځاى به هغه کسان چې سزا ورکړ شوې ده دندې به يې ځنډول کېږي او يا به د خبرداري يا ترټلو ليکونو ورکول کېږي.

کېدى شي دې سره د هغوي پوځي دندې د تل لپاره پاى ته ورسېږي.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق MSF
Image caption د بې پولې ډاکټران د بريد په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کوي

جنرال وټل ددې بريد په اړه د شوو پلټنو په تړاو معلومات ورکړل، ده د الوتکې کارکوونکي د څو ورځو د جگړې له امله ستړي وبلل چې په وينا يې د چمتووالي سم معلومات ورسره نه و.

ده وويل له بريده ١٠ دقيقې تېرېدو وروسته د ايم ايس ايف ډاکټرانو امريکايي چارواکو ته تيليفون وکړ او د بريد د بندولو غوښتنه يې کوله، خو د بريد ودرولو نورې ٢٠ دقيقې وخت ونيولو.

ده وويل پلټنو کې وموندل شوه چې د بشري تېروتنې، او دالاتو نه کارکول ددې بريد سبب شوي او هيڅ يو پوځي هم په دې نه پوهېدلو چې په يوه روغتون بريد کوي".

د انځور حقوق bbc
Image caption په بريد کې د روغتون گڼ کارکوونکي هم وژل شوي وو.

ايم ايس ايف ويلي دي " دا خبره زړه ته نه وليږي چې څنگه بريد دوام وکړ". د ايم ايس ايف مشرې، ميني نېکولي ويلي دي " د امريکا لخوا ننني معلومات په دې د اعتراف برابر دي چې گڼ مېشته سيمه کې بې کنتروله پوځي عملياتوپروخت امريکايي ځواکونه په دې کې پاتې راغلي دي چې د جگړې لومړني قوانين پلي کړي".

ايم ايس ايف يوځل بيا غوښتنه وکړه چې په خپلواکه توگه دې ددې پېښې پلټنه وشي.

له بريد څخه اغېزمن شوو په دې ناخوښي ښودلې چې له ترټل شوو څخه به يو تن هم د جنگي جنايت تورونو سره نه مخامخ کېږي. په بريد کې يو ژوبل شوي تن خالد احمد، چې پښې يې اوس هم کار نه کوي د اى پي خبري اژانس ته ويلي دي هغه کسان چې ددې بريد مسول دي "مجرمان دي او بايد زندان ته واچول شي".

د انځور حقوق AP
Image caption پر روغتون بريد ٣٠ دقيقو نه زيات دوام موندلى و.