سیگار: د امریکایي سرتېرو کمول د افغانستان پوځ ستونزې ډېروي

Image caption سیگار وایي، د بهرنیو ځواکونو کمېدو سره، امریکا د افغانستان امنیتي ځواکونو د وړتیا او اغیزمنتوب مستقیمې ارزونې، تکتیکي مشورې ورکولو او د باوري معلوماتو راټولو ډېره وړتیا له لاسه ورکړې ده.

د افغانستان بیارغونې د څار ځانگړي امریکايي مفتش (سیگار) خبرداری ورکړی چې د امریکایي سرتېرو لا کمېدل به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو، هوایي او استخباراتي ملاتړ او پوځي لارښوونو تشه لا پسې ډېره کړي.

جان سوپکو د امریکا گانگرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، له ۲۰۰۱ لومړي کال راهیسې امریکا او ملگري یې د افغانستان امنیتي ځواکونو پر پیاوړي کولو کار کوي ترڅو دوی چمتو کړي خپله د هېواد دفاع وکړي، خو یو شمېر عمده ننگونې دي چې ددې هڅو مخه نیسي.

سیگار وایي، یوه عمده ننگونه دا ده چې د امریکایي سرتېرو شمېر په کمېدو سره، امریکا خپله ډېره وړتیا بایللې ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا او اغیزمنتوب په مستقیم ډول وارزوي.

ښاغلي سوپکو ویلي، امریکایي سلاکارانو د افغانستان پوځ له کوچنیو ډلو سره محدود یا هم غیرمستقیمې اړیکې درلودې او دا ددې لامل شوی چې ددې ځواکونو د وړتیا او عملیاتي چمتووالي په تړاو د افغانستان دولتي بنسټونو پر راپورونو تکیه وکړي.

ښاغلي سوپکو د افغانستان امنیتي ځواکونو د شمېر په تړاو باوري معلومات دویمه لویه ننگونه بللې.

هغه په خپل راپور کې لیکلي چې ددغو ځواکونو کره شمېره نه افغانستان او نه هم متحده ایالتونو ته څرگنده ده "چې څومره پولیس او پوځيان شته، څومره په دنده کې حاضر او څومره رخصت دي، ددوی د وړتیاوو واقعي ماهیت د اندېښنې وړ دی."

په راپور کې ویل شوي، که څه هم د افغانستان پوځ او پولیسو ټاکل شوی شمېر ۳۵۲ زره تنه دی، خو هېڅکله هم د سرتېرو شمېر دې کچې ته نه دی رسېدلی.

د انځور حقوق AP
Image caption د سیگار په راپور کې ویل شوي، د افغانستان پوځ او پولیسو کره شمېره نه د افغانستان حکومت او نه هم متحده ایالتونو ته څرگنده ده.

سیگار تېر کال هم راپور ورکړی و چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي سرتېرو شمېره کره نه ده او دا کار دغو ځواکونو ته د امریکا مرستو لگولو کې روڼوالی گرانوي.

د راپور له مخې، د بهرنیو ځواکونو کمېدو سره، امریکا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو او اغیز مستقیمې ارزونې، تکتیکي مشورې ورکولو او د باوري معلوماتو راټولو ډېره وړتیا بایللې. ښاغلي سوپکو ویلي، د سرتېرو کمېدو د افغانستان امنیتي ځواکونو په تړاو د لومړي لاس معلوماتو کیفیت هم ټیټ کړی.

امریکا په پام کې لري د راتلونکي میلادي کال په پیل کې په افغانستان کې خپل شته ۹۸۰۰ سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ ته راښکته کړي.

سیگار وایي، د سرتېرو دا کمول به د افغانستان په هوایي ځواک، استخباراتو او پوځي لارښوونو کې کې د تشې رامنځته کېدو سبب شي او ستونزې به لا زیاتې کړي.

سیگار د اندېښنې په ښوولو سره ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا او اغیزمنتوب وړاندې هم ډېر باوري نه و او دا وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د انځور حقوق reuters
Image caption د اعلان شوي مهالوېش له مخې، امریکا په پام کې لري چې د راتلونکي میلادي کال په پیل کې په افغانستان کې خپل شته ۹۸۰۰ سرتېرو شمېر ۵۵۰۰ ته راښکته کړي.

جان سوپکو ویلي، "د سیگار ارزوونکو [د افغانستان] د پوځ او پولیسو په وړتیا کې د پام وړ شاته تگ، کړی دی."

د ښاغلي سوپکو په نظر، بله ننگونه د هغو مرستو لگولو کې د روڼوالي محدودیت دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو لپاره ددې حکومت د بودیجې له لارې لگول کېږي. د افغانستان امنیتي ځواکونو پر ساتلو هرکال نژدې ۵ میلیارده ډالر لگښت راځي چې تقریبا ۸۰ سلنه یې متحده ایالتونه ورکوي.

د سیگار د راپور له مخې، د امریکا کانگرس د افغانستان بیارغونې ته د ۱۵ کلونو لپاره ۱۱۳،۱۷ میلیارده ډالر ځانگړې کړي چې له دې یواځې ۱۰ میلیارده پاتې دي. ددغو پیسو ۶۸ میلیارده (٪۶۰) د امنیتي برخې دي.

سیگار وایي، شته ننگونو ته په کتو، د افغانستان امنیتي ځواکونو اوږدمهال ټیکاو لا هم ناڅرگند پاتې دی او له دومره لگښت سره سره، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا نه لري چې په ډېرو سیمو کې له ځانه دفاع وکړي.

راپور کې ویل شوي، "پر امریکایي او د ایتلاف پر پوځي قطعاتو د مرستې له غږ پرته ...، د امریکایي او ایتلاف هېوادونو د وسلو له پیاوړې څارنې او مشورې پرته، دا په زیاتېدونکې توگه د پوښتنې وړ ده چې ایا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په یوه پیاوړي او پایدار ځواک بدل شي."

سیگار د امریکا دفاع وزارت په حواله وایي، د افغانستان ۲۶ ولسوالۍ د اورپکو تر کنټرول یا نفوذ لاندې دي، ۹۴ نور په خطر کې دي او ۲۸۷ یې د افغانستان حکومت تر مستقیم کنټرول یا هم نفوذ لاندې دي.

ورته مطالب