د بنګلدیش تانګیل کې یو خیاط په چړو وژل شوی

نیخیل جواردر د انځور حقوق no credit
Image caption پولیس وايي، نوموړی په ۲۰۱۲ کال اسلام ته د سپکوونکو څرګندونو له کبله نیول شوی و، چې بیا وروسته خوشی شو.

د بنګلدیش تانګیل ښار په یوه کلي کې یو هندو خیاط د خیاطۍ مخې ته په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.

۵۰ نیخیل جواردر د خپل دوکان مخې ته ولاړ و چې د چړو برید پرې وشو.

پولیس وايي، نوموړی په ۲۰۱۲ کال اسلام ته د سپکوونکو څرګندونو له کبله نیول شوی و، چې بیا وروسته خوشی شو.

وروستیو کې د بنګلدیش اسلامپالو ځینې هدفي وژنې پیل کړې دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د همجنسبازانو یو ملاتړی او فعال شوهلاز منان او د همجنسبازانو د مجلې مدیر هم په چړو ووهل شو او مړ شو، خو ملګری یې له بریده روغ ووت.

"اسلامي دولت" ډلې ددې عمل پړه منلې ده، خو حکومت وايي، دا ډله په هېواد کې نه شته.

یادې ډلې تېره اونۍ د یوه پوهنتوني استاد رسول کریم صدیق د وژلو پړه هم منلې وه.

تېر کال څلور سیکولر وېبلاګ لیکونکي په چړو ووژل شول.

ددغو څلورو سیکولرانو نومونه د ۴۸ "لادینه کسانو" په هغه لیست کې و، چې په ۲۰۱۳ کال اسلامي ډلو خپاره کړي وو.

ورته مطالب