د افغانستان پخوانی چارواکی نظام الدين تهذيب مړ شو

د افغانستان د سترې محکمې يو پخوانی مشر او د خلق دموکراتيک ګوند يو لوړ پوړی چارواکی نظام الدين تهذيب د ۸۳ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په لندن کې مړ شو.

ښاغلی تهذيب په غزني ولايت کې زيږېدلی و، لومړنی او منځنۍ زده کړې په همدغه ولايت او لوړې زده کړې يې په کابل کې ترسره کړې وې.

نوموړی د نورمحمد ترکي، ببرک کارمل او ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د سترې محکمې مشر، د اطلاعاتو او کلتور وزير او د سرحدنو چارو د وزير په توګه دندې ترسره کړې وې.

ښاغلي تهذيب د څو کلونو لپاره د ښوونکي په توګه هم پاتې شوي و، خو د ثور له کودتا وروسته د نور محمد تره کي په کابينه کې د سرحدنو چارو د وزير په توګه وټاکل شو.

نوموړی په هغه مهال کې د څو مياشتو لپاره زنداني شوی هم و، خو په ۱۳۵۸ کال کې يو ځل بيا له کابينې سره يو ځای او بيا وروسته د قاضي القضات په توګه وټاکل شو.

ښاغلي تهذيب د مجاهدينو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان پرېښود او د خپل عمر وروستي کلونه يې په لندن کې تېر کړل.

نوموړي د شرعياتو په پوهنځي کې خپلې زده کړې بشپړې کړې وې، په دري او پښتو يې يو شمېر اثار او مقالې هم ليکلې وې.

ورته مطالب