د دفاع او ملي امنيت سرپرست مشران وټاکل شول

د انځور حقوق arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماښام یوه ځانګړي امر کې د لوى درستيز ريس ارکان، ډګر جنرال عبدالله خان د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د ارګ پر فېسبوکپاڼه یوه خپاره شوي پیغام کې راغلي چې ولسمشر دغه راز محمد معصوم ستانکزی د ولسمشرۍ مقام د سلاکار وزیر او د ملي امنیت د رياست عمومي سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د انځور حقوق bbc
Image caption ولسي جرگې وړاندې د دفاع وزارت لپاره د معصوم ستانکزي نوم رد کړى و.

ښاغلى ستانکزى له دې نوې دندې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست و، او له هغې مخکې يې د سولې شورا د دارلانشا د ريس په توگه دنده ترسره کړې.

ولسي جرگې د ملي يووالي حکومت رامنځ ته کېدو وروسته په لومړي ځل شېرمحمد کريمي او په دويم ځل معصوم ستانکزي ته د دفاع د وزير په توگه د باور رايې له ورکولو ډډه کړې وه.

اوس به دواړه نومول شوي چارواکي د باور رايې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرگې ته ورپېژندل کېږي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست هم د قوس مياشت کې د رحمت الله نبيل له استعفى وروسته تردې دمه د سرپرست مشر لخوا اداره کېږي.