جوزجان چارواکي: طالبانو يوه مېرمن د خپل خاوند د وژلو په تور ويشتلې

د افغانستان شمالي ولايت جوزجان چارواکي وايي، یوه مېرمن د خپل مېړه د وژلو په تور د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو د سترګو پر وړاندې په ډزو وژل شوې ده.

دغه پېښه وروسته تر هغه د رسنیو د سر خبر شوه چې پر خواله رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په کې دغه مېرمن د حکومت د مخالفو وسله والو طالبانو له خوا په یوه صحرایي محکمه کې وژل کېږي.

په دی اړه ثبت شوی ویډیو چې پر فېسبوک خپره شوې، د هغې سیمې شاوخوا دوه سوه کلیوال کسان چې په ازبکي ژبه خبرې کوي لیدل کېږي.

په دغې ویډیو کې د یوې لارې ترڅنګ چې شا ته یې دېوال، وني او تراسپورتي وسایل هم ولاړ دي لږ تر لږه ۲۰ تنه وسله وال هم ښکاري.

خلک ظاهرا د یوی ۶۰ کلنې مېرمنې د وژنې په تړاو راټول شوي چي د خپل مېړه په وژلو تورنه شوې ده.

ویل کېږي، دغه مېرمن دوه اولادونه هم لري چې یو يې د خپلې مور د وژلو صحنه په خپلو سترګو ویني.

په ویډیو کې یو تن چې جګه ونه او اوږده ږيره لري د وسله والې ډ‎لی مشر ښکاري او د مقتول له کورنۍ پوښتي چې آیا دغه مېرمن بښي او که غواړي چې قصاص شي.

خو د مقتول وارثان وايي، دغه مېرمن باید ووژل شي خو په ویډیو کې یو وسله وال د مقتول له وارثینو بیا بیا پوښتي چې بښنه ورته کوي که غواړي ووژل شي. خو ځواب د تېر په شان وي.

وروسته یوه مېرمن چې شنه چادري يې پر سر ده د خلکو منځ ته راوستل کېږي او پر مځکه يې کینوی، له هغي هم پوښتنه کوي چې ولي خپل مېړه وژلی له ځواب وروسته مېرمن وايې چې "هو" وژلی يې دی.

د مقتول د وروڼو او زوی له لوري یو تن وکیل نیول کېږي چې دغه کس له ځنډ پرته د کلاشینکوف پر ګولي یاده مېرمن وژني.

د انځور حقوق f

دا چې دغه زړه بوږنونکې پېښه څنګه رامنځته شوې د جوزجان د والی ویاند رضا غفوري وايي، دغه مېرمن د روان کال د وري په میاشت کې د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوې ده.

ښاغلی غفوري وایی دغه پېښه د فیض آباد ولسوالۍ د مملک په سیمه کې پېښه شوې او زیاتوي په ویډیو کې ښکاري چې ګواکی دغی مېرمنی خپل مېړه وژلی دی او د طالبانو له لوري په ګولیو ویشتل کېږي.

امنيتي مسولین وايي، تر اوسه د دغي پېښې په تړاوو څوک نه دي نیول شوي. او وسله وال طالبان هم له دغې ولسوالۍ تښتېدلي دي.

خو د طالبانو یوه ویاند قاری یوسف احمدی د دغي پېښي په اړه بی خبري وښوده.

بل پلو په جوزجان کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفترمشرې مغفرت صمیمی دغلته د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه وښوده او د دغې پېښې غندنه يې وکړه.

په جوزجان ولایت کې تر دې وړاندې هم په یوه ورته صحرایی محکمه کې یوه ۲۲ کلنه مېرمن د زنا په تور د وسله والو طالبانو له لوري په ګولیو ویشتل شوی وه .

ورته مطالب