لښکرګاه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې

د انځور حقوق c

د افغانستان په جنوب د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې طالبانو تازه بريدونه ترسره کړي. په دغو بریدونو کې لږ ترلږه ۴ پوليس وژل شوي دي.

د سیمه ييزو چارواکو په وينا، طالبانو د لښکرګاه ښار په څنډو کې د پوليسو پر څو پوستو بريدونه کړي دي.

بلخوا د طالبانو وياند وايي، د پوليسو دوې پوستې يې نيولې دي، د ۱۵ پوليسو د وژلو او د يو شمېر پوځي موټرو، وسلو او مهماتو د نيولو خبر يې ورکړی دی.

د هلمند ولايت چارواکو د وژل شويو پوليسو شمېر څلور تنه ښودلی دی.

د ياد شوي ولايت امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنګ د ۱۴ تنو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی، دغه چارواکی وايي په لښکرګاه کې له وسله والو طالبانو سره نښتې نژدې درې ساعته دوام درلود.

د نوموړي په وينا امنيتي ځواکونه په دې توانېدلي چې د طالبانو بريد په شا وتمبوي.

ورته مطالب