"د اباسين وژونکي دې اعدام شي"

يو شمېر برېتانيا مېشتو افغانانو په کابل کې د يوه افغان کوچني اباسين ځاځي د وژلو پر ضد لاريون وکړ او ويې غوښتل چې د نوموړي قاتلينو ته دې د اعدام سزا ورکړل شي.

د ١٤کلن اباسين مړی څه موده وړاندې د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې موندل شوی و. نوموړی د انسان تښتوونکو د يوې ډلې له خوا برمته شوی او له کورنۍ څخه يې د ۱۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

د لاريون کوونکو په پرېکړه ليک کې راغلي"موږ ټول افغانان په ګډه د شهيد اباسين کورنۍ سره په غم کې ځانونه شريک بولو، دغه کړنه په کلکه غندو او په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کوو".

د بريتانيا مېشتو افغانانو په وينا د دغې پېښې عاملینو ته سزا به نورو وژونکو ډلو او قانون ته پند وګرځي، چې نور خلک د اباسين په شان ماشومانو د ځورونې، ربړونې او وژنې سبب و نه ګرځي.

دغو افغانانو د افغان حکومت په قضايي، عدلي او اجرايوي ارګانونو غږ و کړی چې "ژر تر ژره د دغې خونړۍ پېښې عاملين محاکمه او سخته سزا ورکړي".

د دغه پرېکړه ليک په ترڅ کې افغانانو پر ټولو دولتونو، مدني ټولنو او ملګرو ملتونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو او بې ګناه انسانانو د بې رحمانه او بې ګناه وژنې او ربړونې ودرولو او د انصاف په ټينګولو کې افغانانو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې پوليسو او ملي امنيت د اباسين ځاځي د برمته کېدو په تړاو ۱۲ کسان نيولي دي.

د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې دا ماشوم نژدې پنځه مياشتې وړاندې د کابل له کارته نو سيمې څخه تښتول شوی و.

ورته مطالب