ننګرهار کې اته تنه وژل شوي

د انځور حقوق f

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د موټر بم چاودنې له امله اته تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان دي.

د چارواکو په وينا دا چاودنه د ډيورنډ کرښې سره نژدې د نازيانو په لرې پرتې ولسوالۍ کې شوې ده.

د ننګرهار ولايت د پوليسو مشر ،جنرال زړور زاهد د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس ته ویلي په وژل شويو کې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

د ښاغلي زاهد په وينا دغه بريد د نازيانو ولسوالۍ پر يوه قومي مشر، چې هلته د اورپکو پر وړاندې د ملېشې په جوړولو کې لاس درلود شوی دی.

له ډيورنډ کرښې سره نژدې دغه سيمه له يوه نيم کاله راهيسې د درنې جګړې شاهده ده، دلته وخت نا وخته وسله والې ډلې يو بل پر وړاندې او له حکومت سره جنګېږي.

د چارواکو په وينا په وروستيو مياشتو کې په دغه سيمه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر جنګياليو او وسله والو طالبانو ډرون بريدونه شوي چې درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.