تاجیکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی رسمي سفر

Image caption د افغانستان او تاجیکستان ولسمشران

د افغانستان او تاجیکستان ولسمشرانو په دوشنبې ښار کې په رسمي کتنه کې ویلي چې هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه پوله "د ټیکاو، دوستۍ او همکارۍ پر پولې بدله کړي."

محمد اشرف غني او امام علي رحمان د رسمي کتنې په لړ کې چې نن سهار (ثور/ غویي ۱۹مه) د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې کې وشوه، د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو او د زندانیانو او محکومانو د تبادلې په اړه هوکړه کړې ده.

ددغو مشرانو په ګډه بیانیه کې ویل شوي: "دواړو لوریو د سرحدي اړیکو د پیاوړتیا او د هغې د امنیت تامین پر اړتیا ټینګار وکړ. موږ به په پرلپسې ډول د مساعدو شرایطو په رامنځته کولو سره هڅه وکړو د دواړو هېوادونو پوله د ټیکاو، دوستۍ او همکارۍ پر پولې بدله کړو."

ښاغلي غني او ښاغلي رحمان همداراز د سیمې پر ټیکاو او امنیت پر بحث سربېره، له ترهګرۍ، تندلارېتوب، نشه یي توکو قاچاق او د نورو سازمان شویو جرمونو پرضد پر "اصولي مبارزې" ټینګار وکړ.

ددوی په باور، د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې وروستۍ پېښې ښيي چې ترهګري، افراطپالنه او د نشه یي توکو قاچاق "د معاصرې نړۍ پر لویو خطرونو" بدل شوي او د "وحشتناکې او کینه ګرې ترهګرۍ" د فعالیت ډګر، ورځ تربلې پراخېږي او "پیاوړي کېدو یې وضعیت لا پېچلی کړی."

په ګډه بیانیه کې راغلي: "موږ په وار، وار ویلي وو چې د نشه یي توکو له ناقانونه معاملو ترلاسه کېدونکي عواید د نړیوالې ترهګرۍ د تمویل یو له بنسټیزو سرچینو دي. نو له همدې امله، د نشه یي توکو د ناقانونه معاملو پروړاندې مبارزه باید له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د مبارزې حتمي برخه وبلل شي."

تاجیکستان او افغانستان په سیمه کې دوه جګړه ځپلي هېوادونه دي چې ژبني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري. دواړه مشران همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا غوښتونکي شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار (سه شنبه، د ثور/ غویي ۱۹مه) په خپل لومړني رسمي سفر د تاجیکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد. د دوشنبې په هوایي ډګر کې د تاجیکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده د هغه هرکلی وکړ.

وروسته د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان له ښاغلي غني رسمي هرکلی وکړ.

دا د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ګاونډي هېواد تاجیکستان ته د محمد اشرف غني لومړنی رسمي سفر دی. دا سفر د سیمه ییزې لویې طرحې (کاسا - ۱۰۰۰) د پلې کېدو په درشل کې ترسره کېږي.

دا طرحه چې افغانستان او پاکستان ته د تاجیکستان او قرغیزستان د برېښنا د لېږد زمینه برابروي، ټاکل شوې ده د ثور/ غویي په ۲۱ مه د سیمې څلورو هېوادونو د مشرانو په ګډون پرانستل شي.

په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له پیل راهیسې تراوسه د همکارۍ ۸۰ سندونه لاسلیک شوي دي. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو راکړه ورکړه تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېره وه.

د رسمي سرچینو په وینا، تېر کال تاجیکستان نژدې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه او د روان کال په څلورو میاشتو کې یې ۲۵۰ میلیون کیلوواټ ساعته برېښنا افغانستان ته لېږدولې ده.

ورته مطالب