کامېرون افغانستان او نايجريا ډېر"فاسد" هېوادونه وبلل

Image caption له غونډې مخکې ښاغلي کامېرون ویلي له اوږدې مودې راهیسې فساد سره د مبارزې څرنګوالي په اړه په دودیز ډول ډېر څه نه ویل کېدل

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون د بریتانیا له ملکې سره خبرو کې نایجریا او افغانستان 'په لوړه کچه له فساده اغیزمن ' هېوادونه بللي.

لومړي وزیر له فساد سره د مبارزې له راتلونکې غونډې مخکې دغه څرګندونې کړې.

دا معلومه نه ده، چې نوموړي د دغو څرګندونو د ثبت کېدو په اړه معلومات درلودل که نه، خو د لومړي وزير دفتر ويلي دي چې د خبرو پر مهال له عکاسۍ خبر و.

بل لور ته بریتانیا کې د افغانستان سفارت یوه ویاند په دې اړه غبرګون کې د ښاغلي کامېرون څرګندونې غیرعادلانه بللې. د نوموړي په وینا له فساد سره مبارزه د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو ده او وايي په دې لړ کې پام وړ پرمختګونه هم شوي دي او له همدې کبله د نوموړي په وینا دغه ډول د افغانستان یادوونه ' غیر عادلانه ' چاره ده.

ښاغلي کامېرون وویل:'' په فساد کې د خورا ښکېلو هېوادونو یو شمېر مشران بریتانیا ته راځي، چې پکې د افغانستان او نایجریا مشران شامل دي، دغه دوه داسې هېوادونه دي، چې ښايي د فساد کچه پکې د بل هرهېواد پر تله لوړه ده.''

د کانتربري مشر اسقف جسټین ویلبې له دې ليدنې وروسته يوې مرکې کې وويل'' خو دغه مشخص ولسمشر په فساد ککړ نه دی ... دی سخته مبارزه کوي.''

بریتانیا حکومت به د پنجشنبې په ورځ لندن کې د هغې غونډې کوربه وي، چې 'د فساد مخنیوي مبارزې لپاره د نړیوالې همغږۍغبرګون ' وهڅوي.

له فساده د اغیزمنو هېوادونو په هغه نوملړ کې چې د شفافیت نړیوالې ادارې ټرانسپیرنسي انټرنېشنل چمتو کړی افغانستان د سومالیا او شمالي کوریا تر شا ۱۶۷ ځای لري.

نایجریا بیا په ۱۳۶ ځای کې ده.

دغه خبرې بیکنګم ماڼۍ کې د بریتانیا ملکې د ۹۰ مې کلیزې نمانځغونډې پر مهال شوې.

له غونډې مخکې ښاغلي کامېرون ویلي له اوږدې مودې راهیسې فساد سره د مبارزې څرنګوالي په اړه په دودیز ډول ډېر څه نه ویل کېدل، خو وايي په ګډه به موږ وکولای شو له فساد سره مبارزې ته د نړیوالو مسایلو اجنډا په سر کې ځای ورکړو، چې همدغه یې ځای دی.