ننګرهار کې د پاڅونوالو پر غونډ ځانمرګي برید ۱۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption په برید کې ماشومان او ښځې هم ژوبل شوي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې یوه موټربم ځانمرګي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۰ کسان وژلي او ۲۳ نور ټپیان دي. برید د پاڅونوالو د یوه مشر دهقان کور او غونډ ته څېرمه شوی.

برید د تېرې سې شنبې په ورځ مازدیګر د نازیانو ولسوالۍ په لنډۍ سیمه کې د پاڅونوالو پر یوه غونډ شوی.

کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، دهقان د هغو پاڅونوالو مشر دی، چې په لومړي ځل یې د ''اسلامي دولت'' (داعش) پر وړاندې خپل خلک منظم کړل چې اوس د دولت له لیکو سره یوځای شوي دي.

د نوموړي قرارګاه او کور سره جوخت پراته دي.

برید کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر له قرارګاه سره جنګولی دی.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسؤولیت نه دی منلی، خو ځايي خلک وايي، د ''اسلامي دولت'' ډلې رادیو له څو ورځو راهیسې ګواښونه کول او پر خلکو یې غږ کاوه چې د پاڅونوالو له قرارګاوو او استوګنځایونو لیرې واوسېږي.

دا د دغې ډلې پروړاندې د پاڅونوالو پرضد لومړی ځانمرګی برید دی.

وړاندې، افغان چارواکو وویل، ننګرهار کې یې د ''اسلامي دولت'' رادیو له منځه وړې ده.

ورته مطالب