د پکتیکا نژدې نیم میلیون وګړو ته یوازې یوه متخصصه ډاکټره

Image caption دغه ډاکټره هما امیري نومېږي، کابو شپږ میاشتې وړاندې پکتیکا ولایت ته راغلې

د پکتیکا د مرکز او څنګلورو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، لومړني روغتيايي خدمتونه یې نیمګړي دي او په شاوخوا ولسوالیو کې یې ښځینه ډاکټره نشته.

د افغانستان سوېل ختیځ پکتیکا ولایت یو میلیون وګړي لري، خو په ټول ولایت کې یوه ښځینه ډاکټره کار کوي، هغه هم د ښرنې په مرکزي روغتون کې.

دغه ډاکټره هما امیري نومېږي، کابو شپږ میاشتې وړاندې پکتیکا ولایت ته راغلې، یانې تر دې وړاندې په دغه میلیوني ولایت کې هیڅ ښځینه متخصصه ډاکټره نه وه. هما امیري وايي، د احساس له مخې یې غوره ګڼلې چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي:

''پنځه میاشتې کېږي پکتیکا ولایت ته راغلې یم، د خلکو وضعیت را سره ډېر ښه دی او د پکتیکا له بېلابېلو ولسواليو روغتون ته ناروغان راځي.''

ډاکټره هما اړه ده په یوازې ځان د بیلابېلو ناروغیو لرونکو ښځینه ناروغانو درملنه وکړي. په پکتیکا کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي د پکتیکاوالو یوازینۍ روغتيایي ستونزه نه ده، بلکې په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې یې خلک ان لومړنیو روغتیايي اسانتیاووته هم لاسرسی نه لري.

له ښرنې ۵۰ کیلومټره لرې د زرغونښار په ولسوالۍ کې لس بستریز ډي ایچ روغتيايي مرکز شته، خو دا غتیايي مرکز له ورایه یوې کنډوالې ته پاتې کېږي. په انګړ کې یې د ناپاکو اوبو ډنډ او درې څلور خټینې کوټې لیدل کېږي چې کړکۍ یې هم ښیښې نه لري.

Image caption له ښرنې ۵۰ کیلومټره لرې د زرغونښار په ولسوالۍ کې لس بستریز ډي ایچ روغتيايي مرکز شته، خو دا غتیايي مرکز له ورایه یوې کنډوالې ته پاتې کېږي.

دې مرکز ته د شاخوا سیمو او ۱۲ نورو ولسوالیو ناروغان مراجعه کوي، په خټینو کوټو کې بسترېږي، خو په یوه کټ کې درې یا څلور او پیوازان یې بیا اړ دي د ولسوالۍ په مرکز کې شپه وکړي.

له بګخېلو راغلي، محمد ظاهر وايي، له ولسوالۍ راغلی او له ځانه سره یې پنځه نور ناروغان هم راوړي، خو زیاتوي چې درې ناروغان یې په یوه ګټ کې بستر شوي دي.

ګل خان له خوشامند ولسوالۍ څخه د زرغونښار ولسوالۍ ته خپل کوچنی زوی راوړی دی. نوموړی وايي تر دې ځایه یې په ۳۰۰۰ افغانۍ موټر کرایه کړی، خو د ناروغ د بستر کولو لپاره ځای نشته او مېرمن یې ماشوم په غېږ کې کراروي.

د زرغونښار د کلینیک روغتیاپالان وايي، دا روغتون کلونه پخوا هغه مهال جوړ شوی و، چې د کټواز سیمې د اوسېدونکو شمېر کم و.

د زرغون ښار د ډي ایچ کلینیک د ماشومانو د ناروغیو متخصص عبدالقدیر مایار بي بي سي ته وویل، د زرغونښار ډي ایچ روغتیايي مرکز ۷۴ کاله وړاندې جوړ شوی و چې اوسمهال بسنه نه کوي. د ورځې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ناروغان دلته مراجعه خو د ځای او امکاناتو د نشتوالي له امله تر لسو ناروغان بیرته رخصتوي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال محمد ابراهیم وايي، د مسلکې روغتیا پالانو کمښت او د روغتیايي مرکزونو د ودانیو نشتوالي یې د روغتیایي خدمتونو پر کیفیت ناوړه اغېزه کړې: ''په پکتیکا په مخکې وختونو کې موږ ډاکټره نه لرله او اوس یوازې یوه ډاکټره لرو او نورو قابلې دي.

پکتیکا یو میلیون وګړي او په ښرنه کې یوازې یو ۶۰ بستریز روغتون لري چې په هیڅ صورت سره بسنه نه کوي.''

Image caption د پکتیکا د عامې روغتیا، مسوولان، په دغه ولایت کې لومړني روغتيايي چوپړتیاوې له دې امله کمزورې ګڼې چې ګویا طبي امکانات یې د مراجعینو د اړتیاوو په پرتله کم دي.

د پکتیکا د عامې روغتیا، مسوولان، په دغه ولایت کې لومړني روغتيايي چوپړتیاوې له دې امله کمزورې ګڼې چې ګویا طبي امکانات یې د مراجعینو د اړتیاوو په پرتله کم دي.

که کیسه هر څه وي، خو پایله دا ده چې نیمګړو لومړنیو روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله، ورځ تر بلې د ناروغانو شمېره لوړېږي، مرګ ژوبله ور سره مله ده او د خلکو اندېښنې هم پر خپل ځای دي.