پکتیکا یوه ښځینه ښوونکې هم 'نه لري'

Image caption زموږ همکار سید ولي ناصر له پکتیکا پخپل رپوټ کې وايي، د نورو لاملونو تر څنګ ټولنیز دودونه دي چې خلک خپلې لوڼې تر دولسم ټولګي زدکړو ته نه پرېږدي.

پکتیکا د افغانستان یوازینی ولایت دی چې ښځینه ښوونکې نه لري.

په دغه ولایت کې تېر کال یوازې څلور نجونې له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې دي، خو مسوولان وايي سږ کال به یې شمېره تر دوو سوو ورسېږي. پکتیکا ټولټال په ۳۶۱ ښوونځیو کې ۱۵۹۱۰۰ زده کوونکي لري چې له ډلې ۲۹۵۰۰ نجونې دي.

زموږ همکار سید ولي ناصر له پکتیکا پخپل رپوټ کې وايي، د نورو لاملونو تر څنګ ټولنیز دودونه دي چې خلک خپلې لوڼې تر دولسم ټولګي زدکړو ته نه پرېږدي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي، سره له دې چې په تيرو څو کلونو کې يې د پوهنې په برخه کې پرمختګ کړی، خو لا هم د دې بهیر پر وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي.

د پکتیکا د پوهنې مرستیال مشر محمد نسیم واجد بي بي سي ته وویل، اوسمهال په دې ولایت ټول ۳۶۱ ښوونځي فعال دي، چې ۲۳۵ يې لومړني، ۶۲ منځني او ۶۴ يې ليسې دي.

Image caption د پکتیکا د پوهنې مرستیال مشر محمد نسیم واجد بي بي سي ته وویل، اوسمهال په دې ولایت ټول ۳۶۱ ښوونځي فعال دي، چې ۲۳۵ يې لومړني، ۶۲ منځني او ۶۴ يې ليسې دي.

د پوهنې ریاست د چارواکو په خبره دمګړۍ په پکتیکا کې ۳۷۱۰ ښوونکي په دندو بوخت دي خو په ډله کې یې یوه ښځینه ښوونکې نشته '' ۱۳۲ ښوونځي مو ودانۍ لري او پاتې ۲۲۹ نور یې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي. په پکتیکا کې ښځینه ښوونکې نه لرو، کلتوري محدودیتونو مو ستونزې لا پسې ډېرې کړي، ډېرې نجونې تر شپږم یا اوم ټولګي پورې زده کړې کوي او تر هغه وروسته یې بیا ښوونځي ته نه پرېږدي. ''

د هغه په خبره تېر کال یې له دولسم ټولګي ۴ نجونې فارغې کړې وې، خو په روان کال یې پتېیلې چې دا شمېره تر ۲۰۰ لوړه کړي.

د پکتیکا له مرکز ښرنې ۵۵ کیلومټره لرې د ډیورنډ کرښې خواته د خیر کوټ ولسوالۍ د بي بي زهرا د نجونو لېسه.

Image caption تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکې یې له سهار او له څلورمه تر اومه یې بیا د ماسپښین له خوا راځي.
Image caption د خیر کوټ مرکزي لیسه حسني نومېږي او ټول ۱۰۳۵ زده کوونکي لري.

که څه هم په تشکیلاتو کې دا ښوونځی لېسه دی، خو تر اوم ټولګي زده کوونکي لري چې شمېر لسګونو ته رسېږي. په یوه خټین کرایي کور کې جوړ شوی چې درې درسي خونې لري.

تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکې یې له سهار او له څلورمه تر اومه یې بیا د ماسپښین له خوا راځي. زده کوونکي یې ټول په ځايي جامو او یو شمېر خو یې بیا یبلې پښې راځي.

د بي بي زهرا لیسې سرښوونکی محمد جمیل بي بي سي ته وویل ''د ټولنیزو او کلتوري دودونو له امله خلک زړه نه ښه کوي چې ښوونځیو ته خپلې لوڼې ولېږي. دمګړۍ د بي بي زهرا لېسې لپاره کلیوالو یو خټین کور راکړی او همدلته پکې نجونو ته درس وایوو. ''

په پکتیکا کې په ټوله کې ښوونیز بهیر ټکنی دی، د ګوتو په شمېر نجونې چې لومړني ښوونځي ته ځي له دولسم ټولګي فارغېږي او همدارنګه د هلکانو ښوونیز وضعیت یې هم د افغانستان د نورو ولایتونو د زده کوونکو له وضعیت سره د پرتلې نه دی.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي ادعا کوي، چې په وروستیو کې یې په دې ولایت کې لسګونه اجیرې ښوونکې په دندو ګومارلې دي.

د خیر کوټ مرکزي لیسه حسني نومېږي او ټول ۱۰۳۵ زده کوونکي لري. په دولسم ټولګي کې ۱۵ ځوانان په زده کړو بوخت دي.

د خیر کوټ ولسوالۍ د پوهنې امر عبدالحبیب وايي، تر نیمايي زیات ښوونځي یې ودانۍ نه لري او هغه ښوونځي چې ودانۍ لري، بسنه نه ورته کوي:

Image caption پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت سرحدي ولایت دی، د اوسېدونکو شمېره یې تر یو میلیون کسانو رسېږي

''په خیر کوټ ولسوالۍ ټول ۲۳ ښوونځي لرو چې ۹ یې ودانۍ لري او نور یې بې ودانیو دي، هغه چې ودانۍ هم لري، نو خونې یې د زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي. تر درېیمو ټولګیو پورې زده کوونکي مو تر شنه اسمان لاندې درس وايي چې نه تخته، تباشیر او فرشونه هم نه لري. ''

د پکتیکا ځايي خلک بیا په دغه ولایت کې د ښوونیز بهیر د ټکني کېدو لاملونه په تېر کې د دولتي چارواکو ناغېړي، د پوهنې په برخه کې منفي تبلیغات او کولتوري محدودیتونو شمېري.

پخوانی دولتي صاحب منصب او د خیر کوټ ولسوالۍ اوسنی قومي مشر زرخان وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې په خیر کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا ښوونیز بهیر تر اوسه کوم زیان نه دی رسېدلی، خو ټوله کیسه له کلتوري دودونو خرابه ده.

خلک پخپلو لوڼو تر نهم ټولګي زدکړې کوي او بیا یې له ښوونځي ته نه پرېږدي: ''زما ټوله ګیله له دولته ده چې موږ یې په ناپوهۍ او کلتوري دودونو کې له تعلیم سره یوازې پرې ایښي یوو، که دولت لاس راکړي او زموږ ښوونیز اړخ ته پاملرنه زیاته کړي، په ضمه وارۍ سره وایم چې ډېر ژر پکتیکا په ښوونیزه برخه کې ډېر پرمختګ وکړي. ''

پکتیکا د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت سرحدي ولایت دی، د اوسېدونکو شمېره یې تر یو میلیون کسانو رسېږي، سیمه وال سرخلاصي یې وايي، پکتیکا وال ځوانان چې په تېرو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي، کسان په نورو ادارو کې د لوړ معاش په بدل کې کارکوي.

د پکتیکا د ښوونیز بهیر د ودې لپاره باید د پوهنې وزارت باید داسې چاپيریال رامنځته کړي، چې له یادو مسلکي کسانو د دغه د پوهنې د بهیر د کیفیت او کمیت په ښه والي کې ګټه واخلي.

ورته مطالب