پاکستان د تورخم د دروازې په پرانېستلو موافقه وکړه

د تورخم د دلارې پرانستلو لپاره نن په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره وليدل.

ښاغلي ز اخيلوال له ليدنې وروسته بي بي سي سره خبرو کې وويل " غونډې کې موافقه وشوه چې له همدې شيبې وروسته به لاره پرانېستل کېږي".

ددې نه وړاندې د پاکستان د پوځ وياند د ټويټر په پاڼې ددې ليدنې په اړه ليکلي و " دواړو خواو په سرحدي چارو خبرې وکړې او دا پرېکړه وشوه چې د تورخم دروازه به په سم لاسي دول پرانېستل کېږي".

Image caption د افغانستان د سوداگرۍ خونه وايي" تېرو څلورو ورځو کې د تورخم د لارې بندېدو له امله افغان سوداگرو ته شا اوخوا ١٠ مېلونه ډالر تاوان رسېدلى دى.

د تورخم دروازه څلور ورځې وړاندې هغه وخت د هر ډول ترافيکو پر مخ وتړل شوه چې د افغانستان سرحدي مسولينو د پاکستان له لوري په پوله د اغزن تارلگولو سره مخالفت وښودلو.

په تېرو څلورو ورځو کې د ددې لارې د بنديدو له امله لوى شمېر کسان په پوله ايسار پاتې وو.

د لارې د بندېدو له امله سوداگرۍ ته هم ډېر تاوان اوښتى دى. د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست خان جان الکوزي لخوا د لارې د بندېدو پرېکړه د دواړو هیوادو ترمنځ له ترانزیتي تړون سره په ټکر کې بللی او ویلي یې دي چې "تیرو څلور ورځو کې ددې دروازې د بندېدو له امله افغان سوداګرو ته شاوخوا لس میلونه ډالر زیان اوښتى دى ".

Image caption د لارې بندېدو له امله د پولې دواړو خواو ته لوى شمېر کسان ايسار پاتې وو.

د افغانستان سفير هم دا څو شيبې وړاندې په خپل ټويټر پاڼې ليکلي " د پاکستان د پوځ مشر امنيتي چارواکو ته امر کړى چې په سم لاسي دول د تورخم دروازه پرانيزي".

په دې کتنه کې افغانستان کې د دايمي سولې په هڅو او دغه راز تاوتريخوالي ته د پاى ورکولو په لارو چارو هم خبرې وشوې.