سختو امنیتي تدابیرو لاندې کابل کې د برېښنا مزو په تړاو لاریون

د انځور حقوق Ahmad Bihzad

د ترکمنستان وارداتي برېښنا د مزو د مسیر په تړاو لاریون نن په کابل کې تر سختو تدابیرو لاندې لاریون ترسره شو.

د شپې لخوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د کابل دیپلومات میشتو سیمو لارې د کانټینرونو د اېښودو په وسیله تړل شوې دي.

ویل شوي وو چې لاریون کوونکي به له څو مسیرونو حرکت وکړي او د کابل ښار په زړه کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د پښتونستان څلورلاري کې سره راټول شي، خو امنیتي ځواکونو په څو کیلومترۍ کې د کانټینرونو په اېښودو سره دې څلورلاري ته غځېدلې ټولې لارې تړلي دي.

د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال او محمد کریم خلیلی چې د لاریون په مشرانو کې دی په خپلو خبرو کې وویل، ترڅو چې دولت ددوی غوښتنې ونه مني نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

لاریون داسې مهال کېږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د یوه فرمان په صادرلو سره د ترکمنستان برېښنا د لېږد تدارکاتي او عملیاتي چارې ددې پروژې د ارزولو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون د کار پایلو څرګندېدو ځنډولي دي.

ښاغلی غني وایي، د بامیانو پرځای د سالنګ له لارې د برېښنا مزو غځولو پرېکړه د پخواني حکومت پرمهال شوې ده.

Image caption حکومت د کانټینرونو په اېښودو سره ارګ ته غځېدلې لارې د لاریونیانو پرمخ تړلې وې.

د معترضانو یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دوی د پروژې د کار ځنډېدل کافي نه بولي، بلکې د دولت د پرېکړې لغوه کېدل غواړي.

ټینګ امنیتي تدابیر

د لاریون کوونکو اصلي ډلې چې خپل حرکت د "روښنایۍ خوځښت" بولي، د کابل ښار له غرب کوټه سنګي سیمې حرکت وکړ، خو د دهمزنګ او "پُل ارتل" سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا ودرول شول.

حکومت ددې خوځښت مشرانو ته ویلي چې د خپل لاریون لوری د ولسمشرۍ ماڼۍ سوېل ته د "حضوري چمن" سیمې ته واړوي، خو معترضانو ونه منله.

نور معترضان چې له نورو لارو د ښار مرکز پر لور روان وو د لارې په نیمایي کې ودرول شول. د کابل په شمال کې له وزیر اباد، قلعه فتح الله او چهارقلعه سیمو ځېنو معترضینو غوښتل د ښار مرکز ته لاړ شي، خو په انصاري څلورلاري کې سړک د کانټینر په وسیله د هغوی پرمخ تړل شوی و.

کوم امنیتي تدابیر چې امنیتي ځواکونو په کابل کې نیولي و، بېساري وو. کارپوهان وایي، د کانټینرونو په وسیله د سړکونو بندول، یو بېساری ګام وو.

په هغو سیمو کې چې کانټینر اېښي وو، امنیتي مامورینو حتی عادي خلکو د تګ راتګ اجازه هم نه ورکوله.

ځېنې دولتي کارکوونکي هم د حکومت پردې ګام نیوکه کوي. دوی وایي، دا چې دومره سخت امنیتي تدابیر په پام کې وو نو دولت باید ټولې دولتي ادارې رخصت کړې وې.

د انځور حقوق .
Image caption په بامیانو کې هم د برېښنا د مزو په تړاو د حکومت د پرېکړې پرضد لاریون وشو.

کابل ښار کې د لارو بندېدو د کابل ښار نژدې ټولو وګړو ته لویې ستونزې راټوکولې دي او په بازار کې ټول کاروبار په ټپه ولاړ دی.

ټاکل شوې چې له ترکمنستانه د افغانستان مرکزي او سوېل ختیځو سیمو ته برېښنا د سالنګ پر لاره راولېږدوله شي،‌ خو د دولت یوشمېر لوړپوړي چارواکي او د بامیانو یوشمېر خلک وايي، چې دغه پروژه باید د بامیانو ولایت له لارې تېره شي.

د افغانستان حکومت وايي، د جرمني‌ (فیشنر)‌ شرکت د څېړنو له مخې د سالنګ لار لنډه او هم یې لګښت کم دی، خو د برېښنا لېږد پروژې پرېکړه د مرسته کوونکو بنسټونو په تایید د سالنګ لار غوره شوې ده.

د سالنګ لار د بامیانو پرتله نژدې اتیا کیلومتره لنډه بلل شوې او بل دا چې د آسیا پراختیايي بانګ یوازې د سالنګ له لارې د برېښنا مزي تېرېدو لپاره د مرستې ټټر وهلی دی او هم نژدې دوه کاله لږ وخت نیسي.