" حزب اسلامي سره خبرو وروستۍ بڼه غوره کړې"

د انځور حقوق

د افغانستان د سولې عالى شورا وايي "د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار سره یې د جوجاړي خبرو وروستۍ بڼه غوره کړې ده".

د افغان ولسمشر سلاکار او د سولې عالې شورا غړي اسدالله وفا په دې اړه بي بي سي سره خبرو کې وويل " نژدې راتلونکي کې به دواړه لوري هوکړه لیک هم لاسلیک کړي".

ده په دې اړه چې هوکړه ليک به کله لاسليکيږي نېټه ونه ښودله خو زياته يې کړه چې " خبرو وروستۍ بڼه غوره کړې او ډېر ژر به موافقه لاسليک شي".

ځينو افغان خبري رسنيو ويلي ښايي سبا ته ( د مې ١٧مه) هوکړه ليک لاسليک شي.

له څو اونېو د اسلامي حزب پلاوى په کابل کې د سولې شورا سره د خبرو بېلابېل پړاونه ترسره کړي دي، دې خبرو ته نژدې سرچينو ويلي حزب د خپلو پخوانېو شرطونو چې په کې افغانستان نه د بهرنيو پوځيانو وتل هم شامل وو تېر شوى دى.