"که حزب سره خبرې مثبتو پايلو ته ورسېږي ټول افغانان به یې هرکلی کوي"

حکمتیار د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان دولت وايي، له حکمتیار سره موافقې ته نژدې شوی.

د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وايي، د هېواد د ملي ګټو لپاره د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره پر یوه دسترخوان ډوډۍ خوړلو ته چمتو دی.

د افغانستان دولت وايي، له حکمتیار سره موافقې ته نژدې شوی.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې چین ته پخپل سفر کې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکې کې کړې دي.

له ښاغلي عبدالله د مرکې په سر کې وپوښتل شول، چې د اسلامي جمعیت غړي د ښاغلي حکمتیار له راتګ سره اندېښمن شوي، نو آیا دغو اندېښنو لیرې کولو ته ستاسې ځواب څه دی؟

ځواب: په ټوله کې موږ د هر هغه ګام هرکلی کوو، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې کموي، او دا ستونزه چې ښاغلي حکمتیار له چا سره ډېره ستونزه لرله او له چا سره یې لږه لرله، ښايي ستاسو اشاره اسلامي دولت وي، خو تر هغې وروسته له طالبانو سره د مقاومت بهیر هم لرو او تر هغې راوروسته تېر ۱۵ کلونه - او کومې ټاکنې چې تېرې شوې ما په کې د اسلامي حزب ملاتړ درلود، چې ښاغلي ارغندیوال یې مشري کوله، له هغه پلوه که وګورئ اوس حالات بدل شوي دي، خو دولت او د سولې عالې شورا چې له اسلامي حزب سره د سولې کوم بهیر روان کړی، دا یو داسې بحث دی، چې پیل شوی که مثبتو پایلو ته ورسېږي، د افغانستان ټول خلک به یې هرکلی وکړي.

پوښتنه: څه فکر کوئ چې کله به یوې مثبتې پایلې ته ورسېږئ؟

ځواب: نه غواړم وړاندوینه وکړم، خو وایم که مثبتو پایلو ته ورسېدل ټول خلک یې هرکلی کوي؟

پوښتنه: نو تاسو دا هم ناشونې نه ګڼئ چې له ښاغلي حکمتیار سره پر یوه دسترخوان کینئ او ډوډۍ خورئ؟

ځواب: په تېر کې چې ښاغلی حکمتیار د افغانستان له اسلامي دولت سره یوځای شوی و، دا فرصت مو نه و موندلی چې پر یوه دسترخوان ډوډۍ وخورو، که په راتلونکي کې وشي، بده خبره به نه وي.

پوښتنه: ستاسو په کاله کې که د ښاغلي حکمتیار په کور کې؟

ځواب: ما وویل چې اصل خبره په ټوله کې مطرح ده، خو افغانانو ثابته کړې که د هېواد ګټې په پام کې وي شخصي ګټې د لویو ګټو مخه نه شي نیولی.

پوښتنه: خو د حکمتیار ډله د افغانستان په اورپکۍ کې یوه وړه ډله ده، د هغه راتلل او نه راتلل به په عمومي حالت څه اغېز وکړي؟

ځواب: د مسلې یوه برخه ده، په دې کې شک نشته، داسې اغېز به ونه لري چې حالات یومخ مثبت بدل کړي، خو ښايي یو شمېر نور خلک هم زده کړي او فکر وکړي چې تر جګړې سوله غوره ده.

پوښتنه: له نورو خلکو مو بې شکه موخه د طالبانو ډله، حقاني شبکه او نورې ډلې دي.

ځواب: له همدغو ډلو یو شمېر یې یادوم چې په جګړه کې ښکېلې دي.

پوښتنه: موږ او تاسو په چین کې خبرې کوو، چین پر پاکستان ځانګړی اغېز لري،او ویل کېږي چې پاکستان د طالب مشرانو ځاله ده په ټاکلي ډول تاسو له چینه څه غواړئ چې طالبان تاسو سره سولې ته حاضر شي؟

ځواب: چین په سیمه کې د یوه مهم هېواد په توګه پر پاکستان ښه اغېز لري او اړیکې یې هم سره ډېرې ژورې دي، کېدی شي چې ددغه اغېز په مټ پاکستان قانع او وهڅول شي، چې په افغانستان کې سوله، ټیکاو او د تاوتریخوالي ختمېدل پر طالبانو د اغېز کولو له لارې او د مېز د خبرو له لارې راشي، که خبرو ته نه حاضرېږي هم یوه راتلونکې پرېکړه ښايي په دې برخه کې اغېزناکه وي او دا په چین کې زموږ د خبرو یوه برخه وه.

Image caption عبدالله: په تېر کې چې ښاغلی حکمتیار د افغانستان له اسلامي دولت سره یوځای شوی و، دا فرصت مو نه و موندلی چې پر یوه دسترخوان ډوډۍ وخورو، که په راتلونکي کې وشي، بده خبره به نه وي.

پوښتنه: ایا اوس یې وخت دی چې تاسو د چین امریکا او که شونې وي پاکستان ترڅنګ د طالبانو پر ضد ګډ پوځي ګام واخلئ! که نه تر اوسه فرصت شته؟

ځواب: افغانستان چې په لومړۍ کرښه کې و، د سولې او خبرو اترو هدف یې په روښانه ډول تعریف کړی دی همهاله د امریکا د متحدو ایالتونو ملاتړ، پرېکند ملاتړ، او د بېلو هېوادونو ملاتړ یې ددې مبارزې په ترڅ کې په تېرو کلونو کې درلود. همهاله موږ دا ګورو چې وروسته کوم هېوادونه له کومو ګامونو سره سم مخکې ځي، یوه زموږ هیله ده، او بل حقیقتونه دي، او حقیقت دا دی چې اوس هم طالب مشران په پاکستان کې دي اوس هم طالبان فشار نه احساسوي،او د نن ورځې موجود واقعیت همدا دی.

ورته مطالب