بریتانیا موزیم د صفویانو دورې تاریخي لوښی کابل ته ګرځولی

Image caption دا کوچنی دیګ یوې ښځې او مېړه په ۱۹۹۴ کال کې په خصوصي ډول پېرلی و او په دې وروستیو کې یې وموندله چې د افغانستان د ملي موزیم اړوند ده.

یو تاریخي اثر چې د کورنیو جګړو پرمهال له افغانستانه غلا شوی و، بریتانیا بېرته افغانستان ته سپارلی دی.

د بریتانیا موزیم په دې وروستیو کې یو لوښی چې د افغانستان له ارزښتناکو تاریخي اثارو ګڼل کېږي، او د ۱۹۹۰ لسیزې د کورنیو جګړو پرمهال د افغانستان له ملي موزیم نه غلا شوی و، په لندن کې د افغانستان سفارت ته وسپاره.

لندن کې د افغانستان سفارت شازدافیر سیامک هروي بي بي سي ته وویل، دغه لرغونی اثر چې د صفویانو دورې اړوند دی او لرغونتوب یې د ۱۶۰۰ میلادي کلونو ته ورګرځي، د کورنیو جګړو پرمهال په کابل کې د افغانستان له ملي موزیم نه غلا شوی او بالاخره لندن ته رسول شوی و.

د ښاغلي هروي په وینا، د بریتانیا موزیم د ولسمشر محمد اشرف غني سفر سره هم مهاله چې تېره اونۍ یې له لندن نه لیدنه وکړه، دا لوښی د افغانستان سفارت ته وسپاره.

دا کوچنی دیګ یوې ښځې او مېړه په ۱۹۹۴ کال کې په خصوصي ډول پېرلی و او په دې وروستیو کې یې د کریستي پلورنځي کې وموندله چې د افغانستان د ملي موزیم اړوند دی او پرېکړه یې وکړه چې لندن کې یې د افغانستان سفارت ته وسپاري چې بېرته خپلې مینې ته وګرځول شي.

Image caption ښاغلی هروي وايي، د ولسمشر غني د بېرته ستنېدو پرمهال یې دا لرغونی لوښی هغه ته سپارلی دی.

دا میناتوري شوی لرغونی اثر یوه لوحه لري چې د هغه د مالک نوم او تاریخ ته اشاره کوي: "محمد ابوطالب - ۱۰۱۳" او پر غاړو یې د فارسي مشهور شاعر نظامي ګنجوي بیتونه هم حک شوي چې ددې اثر نورې ځانګړنې دي.

البته دا لرغونی لوښی د خسرو او شیرین مشهور داستان میناتورۍ هم لري چې د هغه مهال د صنعت، هنر او میناتورۍ کمال ښيي.

ښاغلي هروي وویل، "ددې اثر د سپارلو په محفل کې چې د بریتانیا په موزیم کې جوړ شوی و، له مېرمن پاولا او ښاغلي پیتریک نه چې دا اثر یې بېرته خپلو خلکو او اړونده سیمې ته وګرځوه، مننه وکړه او ویې ویل چې د هغوی کار د افغانستان د خلکو تاریخ او فرهنګ ته درناوی دی."

ښاغلی هروي وایي، دا لرغونی تاریخي دیګ یې د بېرته ستنېدو پروخت د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارلی دی.

د افغانستان ولسمشر دا ګام ستایلی او ژمنه یې کړې چې د یو لړ مراسمو په لړ کې به یې د افغانستان ملي موزیم ته وسپاري ترڅو بېرته د خلکو د کتنې لپاره پر خپل ځای کېښودل شي.

ورته مطالب