د افغانستان شمال کې سېلابونو مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

د انځور حقوق AP
Image caption اټکلیزې شمېرې ښيي چې له ۱۹۷۰ کال راهیسې تر ۲۰۱۲ پورې سېلابونو افغانستان ته لږترلږه ۵۹۷ میلیون ډالر مالي زیان اړولی دی.

د افغانستان شمالي سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سېلابونو راوتلو له کبله لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور تري تم شوي. سېلابونه د طالبانو تر واک لاندې ولسوالۍ کې راوتلي، چې تر اوسه مرستندویان هلته د مرستو په رسولو نه دي توانېدلي.

د سرپل والي ظاهر وحدت بي بي سي ته وویل، پېښه د چارشنې په ورځ (غویی ۲۹مه) د دغه ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې شوې ده. دا ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.

په وروستیو کې کوهستانات ولسوالي د دولت له کنټروله ووتله او طالبان پرې واکمن شول.

د نوموړي په وینا، د لومړنیو رپوټونو له مخې، په دې ولایت کې تر ۲۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي او سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه تر خټو لاندې شوې او ګډوډه شوې ده.

دی وايي، شاید د ویجاړۍ او مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي، خو تر اوسه سیمې ته مرستندویه ډلې په تګ نه دي توانېدلې او د دقیقې مرګ ژوبلې او زیان کچه معلومول هم ګران کار دی.

ښاغلی وحدت وايي، دولت په دې سیمه کې د طالبانو له قومندانانو غوښتي چې سیمې ته د مرستندویانو د ورتګ اجازه ورکړي. نوموړی زیاتويو تر اوسه طالبانو په دې تړاو کوم ځواب نه دی ورکړي:

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AP

''تر دوو سوو ډېر کورونه زیانمن شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه تر خټو لاندې شوې ده، ۳۵ کسان ورک شوي او ټپیان شوي او ۲۴ وژل شوي دي. په خبري ناسته کې مو له طالبانو هم وغوښتل، چې د دوی تر واک لاندې سیمو ته د بشردوستۍ له مخې د سېلابونو له کبله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو اجازه راکړي. که څه هم دوی مثبت ځواب نه دی راکړی خو موږ د سره صلیب ډله چمتو کړې چې د نړیوالو مؤسسو په همکارۍ په نړیواله کچه د طالبانو له مشرانو سره اړیکه ونیسي چې سیمه سروې کړو او مرسته ورورسوو. نن ګهیځ مو له ولسمشر سره هم خبرې وکړې چې سیمې ته مرستې ورسېږي او له سروې وروسته پرې ووېشل شي''.

ښاغلی وحدت زیاتوي، له نړیوالو مرستندویانو یې هم غوښتي، چې د طالبانو له مشرانو سره خبرې وکړي او د زیانمنو شویو خلکو د لاسنیوي لپاره مرستندویانو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

د سرپل د دغه چارواکي په وینا، دولت سیمې ته د تګ او مرستې لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

اټکلیزې شمېرې ښيي چې له ۱۹۷۰ کال راهیسې تر ۲۰۱۲ پورې سېلابونو افغانستان ته لږترلږه ۵۹۷ میلیون ډالر مالي زیان اړولی دی.

افغانستان په نړیواله کچه د سېل راوتلو له کبله ۲۴ هېواد ګڼل شوی دی.

ورته مطالب