بغلان کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژلي

د انځور حقوق f
Image caption بغلان په دې وروستیو کې د ډېرو ناامنیو شاهد و.

د افغانستان شمالي ولایت بغلان چارواکي وایي، په سړک کې د طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز بي بي سي ته وویل، دغه کورنۍ پرون پنجشنبه (غویي ۳۰مه) په خپل شخصي موټر کې له "بغلان مرکزي" ولسوالۍ نه خپل کور ته روان و چې د همدي ولسوالۍ اړونده سیمه قیصر خېلو کې پرې د ماین چاودنه وشوه.

ښاغلي بارز وویل، په وژل شوو کې دوه ښځې او پنځه تنه ماشومان دي.

د بغلان والي وایي، طالبانو څو ورځې وړاندې دا سیمه نیولې وه او د محلي پولیسو پوستې ته څېرمه یې ماین ښخ کړی و، چې نن پرې د ملکي خلکو موټر برابر شو.

ښاغلي بارز وویل، د طالبانو د ځپلو او پر شا تمبولو لپاره اوسمهال په سیمه کې د ملي اردو لخوا عملیات پیل شوي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

بغلان په دې وروستیو کې د ډېرو ناامنیو شاهد و.

یوه ورځ وړاندې ددې ولایت په سرخ کوتل سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه سیمه ییز پولیس د طالبانو له محاصرې وژغورل شول. دوی د یوې اونۍ لپاره طالبانو کلابند کړي و.

د بغلان د ولایتي شورا د غړو په وینا، د سرخ کوتل ستراتیژیکه سیمه کې دوه امنیتي پوستې د طالبانو لاسونو ته لوېدلي او د کابل – مزار شریف لاره هم ددې ډلې تر ګواښ لاندې ده.

بلخوا د افغانستان د مرکزي ولایت غور چارواکي وایي، د پسابند ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالله خان تېره شپه د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

د غور امنیه قومندان غلام مصطفی محسني بي بي سي ته وویل، ښاغلی عبدالله خان د پوځي عملیاتو لپاره د ولسوالۍ له امنیتي کمربند نه وتلی و چې له برید سره مخ شو. عبدالله خان لومړی ټپي او وروسته یې روغتون ته پرلاره ساه ورکړه.

ښاغلي محسني وویل، په متقابلو ډزو کې درې طالبان هم ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د انځور حقوق f

ورته مطالب