'د جنبش او جمعیت ګوندونو قومندانانو' جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption په تېر یوه کال کې فاریاب کې د ډېرو نا ارامیو شاهد و.

د افغانستان په شمال بلخ او فاریاب ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش ملي اسلامي ګوند او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ جعیت اسلامي ګوند د سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ نښته کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

دا جګړه تېره ورځ چهارشنبه (ثور/غویي ۲۹مه) د فاریاب المار ولسوالۍ کې شوې ده. دې جګړې ته په ټولنیزو شبکو کې د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور او د فاریاب والي سید انور سادات هم غبرګون ښوولی دی.

ښاغلي نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجراییوي رییس هم دی، په خپله رسمي فسبوک پاڼه کې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په خطاب کې لیکلي، "موږ په څو جبهو کې جګړه وکړو."

ښاغلي نور د ملي جنبش ګوند اړوند ځواکونه تورن کړي چې جګړه یې پیل کړې ده او ویلي یې دي "په داسې حال کې چې د جمعیت اسلامي اړوند ځواکونه د فاریاب په بېلابېلو سیمو کې عملا د طالبانو پروړاندې مبارزه کوي، د تېرې شپې په برید کې پر طالبانو سربېره د جنبش ځېنو قومندانانو هم ... د جمعیت اسلامي قومندان جنرال فاروق قاطع پر سیمو برید وکړ."

دا ترېنګلتیا په واک د شریکو دواړو ګوندونو د قومندانانو ترمنځ پر وسله والې نښتې واوښته چې لس کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق f
Image caption ښاغلي سادات ویلي، د المار د پولیسو قومندان چې جمعیت پورې تړلی، د جمعیت د قومندانانو په ننګه راوتلی او د قیصار امنیه قومندان نظام بای چې د جنبش غړی دی، د بیځایه شویو کسانو ملاتړ کړی.

د فاریاب والي او د ملي جنبش ګوند غړي سید انور سادات له بي بي سي سره خبرو کې د ښاغلي نور د ادعا په ردولو سره وویل، جګړه یواځې د دوو سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ شوې ده.

هغه ادعا وکړه چې ددې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي چې وړاندې بېځایه شوي وو، غوښتل یې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي چې په سیمه کې د ځېنو قومندانانو له مخالفت سره مخ شول.

د ښاغلي سادات په وینا، وروسته د سیمه ییزو قومندانانو ترمنځ جګړه شوې. سادات ویلي، د المار د پولیسو قومندان چې د جمعیت اسلامي ګوند پورې تړلی دی، د جمعیت د قومندانانو په ننګه راوتلی او د قیصار ولسوال نظام بای چې د جنبش ګوند غړی دی، د بیځایه شویو کسانو د ملاتړ لپاره تللی دی.

هغه تایید کړه چې په دې جګړه کې له دواړو لورو ۱۰ کسان وژل شوي او نژدې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي چې د هغه په خبره، اته وژل شوي کسان په ملي جنبش ګوند او دوه جمعیت اسلامي ګوند پورې تړلي دي.

د فاریاب والي وایي، دا ډول ترېنګلتیا له پخوا د فاریاب په ځینو لرو پرتو سیمې کې شته. هر یو چې توانېدلی بل یې له سیمې شړلی دی.

هغه د ښاغلي نور د څرګندونو په اړه وویل: "له لرې قضاوت کول ښه کار نه دی، د جمعیت او جنبش ګوند ځواکونو ترمنځ واټن پیدا کوي او ښاغلي نور د فاریاب د خلکو له اختلاف نه ګټه پورته کړې ده."

ښاغلي سادات تایید کړه چې د جګړې یوه خوا د جنبش ګوند او بل پلو د جمعیت ګوند اړوند قومندانان دي. هغه دا جګړه د جنبش او جمعیت ګوند ترمنځ نه ګڼي او لامل یې د قومندانانو ترمنځ پخواني اختلافات بولي.

د هغه په وینا، اوسمهال د پوځ سرتېري د ښکېلو خواوو ترمنځ سیمه کې ځای پرځای شوي او قومي مخور د منځګړتوب او د پېښې د څېړنې لپاره دې ولسوالۍ ته تللي دي.

د انځور حقوق f
Image caption د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور وایي، د فاریاب پېښه باید وڅېړل شي.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند ویاند ذبیح فطرت هم ددې جګړو په تایید سره بي بي سي ته وویل، پر جنرال فاروق د ښاغلي دوستم د پلوي ځواکونو برید پوښتنې راولاړې کړي او باید د حکومت لخوا تعقیب شي.

ښاغلي فطرت زیاته کړه، یو شمېر وژل شویو کسانو حکومتي دندې هم درلودې.

هغه وايي، د المار پر ولسوالۍ د طالبانو برید پرشا تمبولو وروسته، سملاسي د جنبش دوو قومندانانو پورې اړوند ځواکونو پر جمعیت برید وکړ.

د هغه په وینا، جګړې د تېرې ورځې (چهارشنبې) تر ماسپښین پورې دوام وکړ او د جنرال قاطع ورور چې فاریاب کې د جمعیت د ځوانانو مشر وو، هم ووژل شو.

ښاغلی فطرت ادعا کوي چې په جنبش پورې تړلي دوه قومندانان (نظام الدین او حنیف الماري) په دولتي پوځي تجهیزاتو د جمعیت پر ځواکونو برید کړی.

هغه ددې موضوع د روښانه کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په وژل شویو کې دولتي چارواکي هم شته او د فاریاب والي برسېره پردې چې له جمعیت سره خواخوږي نه ښيي، له ځانه غبرګون هم ښيي.

تردې وړاندې هم په مزار شریف کې د دوستم د عکس څېرې کېدو پر سر ددې دوو ګوندونو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې وه.

چاودنه

همداراز د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې د پولیسو چارواکو ویلي، د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله په دې ولایت کې ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش بي بي سي ته وویل، دا ماین په یوه سایکل کې ځای پرځای شوی و او نن د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۱۰ بجې (سیمه ییز وخت) د تربت جام به نوم سړک کې وچاودېد.

ښاغلي یورش وویل، په ټپیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شته.

ورته مطالب