له ۱۴ کلونو بند وروسته د ګوانتانامو افغان بندي 'وبښل شو'

د انځور حقوق Reuters

د ګوانتانامو زندان د بندیانو د بښلو د ارزونې کمېټې د عبیدالله په نامه د یوه افغان بندي د خوشي کولو امر کړی. نوموړی په ۲۰۰۲ کال د 'جنګي جنایتونو' په تور نیول شوی او په دغه زندان کې ساتل شوی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) پربنسټ د جمعې په ورځ (مې ۲۰/ غویی ۳۱مه) د دغه زنداني د خوشي کېدو په تړاو راپور خپور کړی.

د ګوانتانامو زندان د بندیانو د بښلو د ارزونې کمېټې ویلي ''نور په ګوانتانامو زندان کې د عبیدالله ساتل ضرور نه دي''.

یاده دې وي چې د افغانستان دغه بندي وګړی د ۲۰۰۲ کال په جولای میاشت کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی، او په ۲۰۰۸ کال د امریکا پوځي محکمه کې د 'جنګي جرمونو' له تور سره مخامخ شوی و.

امریکايي ځواکونو د عبیدالله د نیولو پرمهال وویل، د نوموړي کور ته څېرمه یې ۲۰ پخواني او نا فعال شوي ماینونه موندلي، خو وروسته یې وویل چې عبیدالله د القاعدې شبکې د بمونو د برخې غړی و. د عبیدالله وکیل دا تورونه څو ځلې رد کړي دي.

عبیدالله په تېره اپرېل میاشت کې یوځل بیا د ارزونې لپاره حاضر کړای شو.

نوموړی د نیول کېدا پرمهال ۱۹ کلن و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا مهال ګوانتانامو زندان کې لاهم ۸۰ بندیان ساتل کېږي، چې د ۲۸ یې درېیم هېواد ته د لېږدولو او یا خوشي کېدو حکم نه دی شوی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال د ګوانتانامو د زندان تړلو ټینګې ژمنې کړې وې، خو د اتو کلونو په تېرېدو نوموړی ونه توانېد، چې دغه زندان وتړي.

دا مهال ګوانتانامو زندان کې لاهم ۸۰ بندیان ساتل کېږي، چې د ۲۸ بندیانو یې درېیم هېواد ته د لېږدولو او یا خوشي کېدو حکم نه دی شوی.

ورته مطالب