"د ترافيکي پېښو له امله تېر کال افغانستان کې نژدې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي"

Image caption د شمېرو له مخې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي په نړيواله کچه د لوړو ترافيکي پېښو د تلفاتو په نوملړ کې دغه هېواد ۹۴ ځای لري.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا تېر کال په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې تر ۱۴۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تلفاتو لوړې کچې لاملونه ناامني، د لویو لارو خرابوالی، له اندازې درانه بارول او د نشې په حال کې د موټرو چلول بلل شوي دي.

افغان چارواکي د ترافیکي پېښو له کبله د تلفاتو کچه د اندېښنې وړ بولي. د شمېرو له مخې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت مرستیال سید ولي سلطان په کابل کې د لویو لارو د خوندیتوب نړیوالې ورځې د لمانځلو پر مهال وویل، په لویو لارو کې د ترافیکو نه شتون د دې لامل شوی چې موټر چلوونکي ترافیکي قوانین په پام کې و نه نیسي.

د ښاغلي سلطان په وینا تېر کال په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰۰ تنو زیات وژل شوي او شاخوا ۴۰۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

په لویو لارو کې د ترافیکو کارکوونکو نه شتون، چټک ځغلول، د لویو لارو خرابوالی او د نشه يي توکو په ځانګړې توګه چرسو کارول د ډېری ترافیکي پېښو لامل شوي دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption روانه مياشت د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې دوه مسافر وړونکي ۳۰۳ موټر د تېلو له یوه ټانکر سره ټکر شوي وو چې شاوخوا ۷۳ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال مسعود عزیزي وايي ترانسپورتي شرکتونه له ټاکل شويو ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي.

نوموړی وايي "د ترافیکو د عمومي ریاست د راپور پر بنسټ، د ترافیکي ستونزو او نیمګړتیاو له کبله په منځنۍ توګه په هېواد کې هر کال ۱۲۰۰ تنه شهیدان او له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰۰ ټپیانیږی". د ښاغلي مسعود عزيزي په وينا، پر دې سربېره میلیونونه افغاني مالي زیانونه هم اړوي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د ترافیکي پېښو د کمېدو په موخه د ترانسپورتي شرکتونو لپاره یو شمېر تګلارې غوره کړې دي.

د افغانستان ملي يوالي حکومت د اجراییه ریيس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان هم په غزني کې د وروستۍ خونړۍ ترافیکي پېښې وروسته ویلي وو چې يو شمېر موټر چلوونکي د موټر چلولو پر مهال چرس څکوي.

ورته مطالب