ولسشمر غني د چابهار بندر درې اړخیزه تړون لاسلیک کړ

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلی غني نن سهار تهران ته رسېدلی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چابهار بندر درې اړخیز هوکړه لیک د ایران په پلازمېنه تهران کې لاسليک کړ.

د چابهار بندر د پراختیا په اړه مهم تړون د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي او ایراني ولسمشر حسن روحاني تر منځ په تهران کې لاسلیک شو.

هند شاوخوا دوه سوه ميلیون ډالره پر دغې پروژې لګوي. اټکل دی چې د عمان خلیج ته دغه سمندري بندر به د هند لپاره د ایران له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ یوه نوې لار پرانیزي.

له دې سره هند کولای شي له پاکستان نه په څنګ تېر شي او دغه راز په سیمه کې د چین له زیاتېدونکي اغېز سره مقابله وکړي. دا په پنځلسو کلونو کې لومړی ځل دی چې هند یو لومړی وزیر ایران ته ځي.

د دغه تراسپورټي او ترانیزیتي تړون له مخې به د هندي سوداګریزو مالونو لپاره لار پرانستل شي چې د ایران او افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته ورسیږي. دغه پروژه افغان سوداګرو ته هم بهر ته د سودګریزو مالونو له لېږد را لېږد لپاره یوه نسبتاً اسانه بله لار پرانیزي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، ښاغلی غني په دې سفر کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني، د هند له لومړي وزیر نرېندرا موډي او د ایران له مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای سره وګوري.

له ایران او هند سره د افغانستان د اړیکو پراختیا او پیاوړي کول د درېیو هېوادونو د مشرانو د خبرو اصلي محور دی.

د انځور حقوق ARG

د چابهار درې اړخیز سوداګریز او ټرانزیټي هوکړه لیک په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې د اقتصادي چارو، حقوقي متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو ګډو ډلو برابره کړې ده.

افغانستان هیله من دی چې ددې بندر په فعالېدو سره دا هېواد د منځنۍ اسیا هېوادونو ته چې په وچه راچاپېر دي، د سوداګریزو مالونو د ټرانزیټ لاره شي او له دې اړخه هرکال میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کړي.

دغه هېواد ویلي، د چابهار بندر او د افغانستان ټرانزیټي لاره به سبب شي چې د افغانستان د لېږد رالېږد پر بنسټونو هند ته د پانګونې فرصت برابر شي.

افغانستان کې د ځینو کتونکو په وینا، د چابهار طرحه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزې ورکړې د اسانتیا ترڅنګ، کولی شي دا هېواد په منځني ختیځ کې له نویو بازارونو او اروپا او امریکا سره ونښلوي.

افغانستان د ایران د بندرعباس او د پاکستان د کراچۍ بندر په پرتله د چابهار بندر د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو لپاره ښه او ارزانه بولي چې اوسمهال همغو بندرونو ته د توکو د تبادلې لپاره اړ دی.

د چابهار بندر د بندرعباس او کراچۍ بندرونو په پرتله په ترتیب سره ۹۰ او ۷۰۰ کیلومتره د افغانستان مرکز ته نژدې دی او د افغانستان سوداګرو دا فرصت ورکوي چې خپل توکي د نورو بندرونو په پرتله ۲۰ په سلو ژر وارد او صادر کړي.

د افغانستان حکومتي چارواکو همدراز ویلي، د چابهار له لارې د سوداګرو د هر کانټینر واردېدونکي مال لګښت به د اوسنیو بندرونو په پرتله له ۵۰۰-۱۰۰۰ ډالره ارزانه وي.

افغانستان همداراز هیله من دی چې دا کار وکولی شي په افغانستان کې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او د سوداګرو ستونزې حل شي چې د کراچۍ بندر له لارې ورسره مخ دي.

ورته مطالب