"طالبانو د نوي مشر په ټاکلو غور پيل کړ"

د انځور حقوق AP

د امريکا د بې پېلوټه الوتکې يوه بريد کې د افغان طالبانو د مشر له وژل کېدو وروسته طالبانو ته نژدې سرچينو بي بي سي ته ويلي دي "د نوي مشر ټاکلو په تړاو يې مشورې پيل کړې دي." که څه هم طالبانو تر دې دمه په رسمي توگه د ملا اختر محمد منصور وژل کېدل نۀ دي تاييد کړي خو په کوټه کې د طالبانو د رهبرۍ شورا ځينو غړو نن غونډه کړې ده.

د غونډې يوه برخه وال د نوم نه ښودلو په شرط وویل "د طالبانو د رهبرۍ شورا له غړو يواځې څو تنو نننۍ غونډه کې برخه درلوده او د ټولو د نه راټولېدو دلیل د ناستې پر ځای د احتمالي برید وېره وه."

دا سرچینه وايي "که څه هم تر تېرې ورځې ډېر نومونه د نوې مشرۍ لپاره رامخې ته شوي وو خو دا وار یواځې پام د طالبانو د بنسټګر او پخواني مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په نومونو وو."

د طالبانو د چارو د شننونکي په اند د دې دواړو په سر د نه جوړ جاړي وېره شته ځکه چې د هغوي په وينا د افغانستان د سویلي سیمو طالبان غواړي مشري دې د دوئ له منځه وي او هغه طالب مشران چې د پېښور شورا په نوم يادېږي بیا د سراج الدین حقاني پله درنوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د طالبانو يو شمېر غړي د مشر په توګه د ملامنصور له ټاکل کېدو خوښ نه وو

دې سرچينې وويل " په نننۍ ناسته کې طالبانو د خپل وژل شوي مشر ملا اختر منصور د خاورو ته سپارلو هم بحث وکړ او ځینو یې په دې نظر وو چې خاورو ته د ملا منصور له سپارلو وروسته د ټولو افغان طالبانو د راټولېدو او پوښتل کیدو سره دې د نوي مشر لپاره پرېکړه وشي.

د تېر کال په جولاي کې د طالبانو د مشرپه توگه د ملا اختر محمد منصور ټاکل کېدو سره مخالف طالبان چې مشري يې ملا محمد رسول کوي د نوي مشر ټاکل کېدو په اړه ويلي دي چې بايد ټول طالبان په دې اړه تصميم ونيسي.

د دې جلا شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازي ویلي "که طالبان غواړي په یوه مشر هوکړې ته ورسېږي هر څه دې په افغانستان کې دننه وکړي نه په پردۍ خاوره، دغه ډلې ملا منصور تورناوه چې ګواکې پرېکړې د پاکستان په پوځي چوڼیو کې کېږي. پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

ورته مطالب