ایران او افغانستان غواړي د هریرود حوزې اوبو پر سر خبرې وکړي

د انځور حقوق khamenei.ir
Image caption ښاغلی غني تېره ورځ تهران ته په خپل سفر کې د چابهار بندر درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ایراني رسنې وايي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې چې ایرانی سیال یې حسن روحاني هم ورسره مل و د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه اي سره په تهران کې ولیدل.

د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا د ریپوټ له مخې له ولسمشر غني سره خبرو کې ښاغلي خامنه ای ټینګار وکړ چې د ګډو اوبو موضوع باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکې او خپګان سبب نشي، ځکه چې دواړه هېوادونه ګډه فرهنګي پوله او ګډې ګټې لري.

دغه راز ولسمشر غني هم د ایران له مذهبي مشر سره ژمنه کړې چې په راتلونکو اونیو کې د دواړه هېوادونو ترمنځ د مسایلو او ګډو اوبو په هکله غونډې جوړې کړای شي.

ایرنا د ولسمشر غني له خولې ویلي هیله من دی چې دغه موضوع په مناسبه توګه حل شي.

دغه راز د افغانستان د جمهوري ریاست د دفتر له خوا ویل شوي چې ولسمشر غني ایراني مشرانو ته ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د "شته موضوګانو" د هواري په خاطر یې یوه کاري کمیټه ټاکلې ده.

د جمهوري ریاست د دفتر له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغې کمیټې د هریرود حوزې پخواني اسناد مطالعه کړي او له پارلمان سره تر سلا مشورې وروسته به یو پلاوی وټاکل شي چې له ایران سره خبرې وکړي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو پرسر جنجال شته چې کله کله د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم ناوړه اغیز پرې باسي.

د افغانستان ولسمشر ایران ته لاړ چې له ایران او هند سره د چابهار بندر هوکړه لیک لاسلیک کړي.

ولسمشر غني په تهران کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل د سیمې ځیني هېوادونه ترهګري صادروي خو په چابهار کې حاضر درې هېوادونه د هیلي او همکارۍ صادرونکي دي.

د افغانستان حکومت هیله من دی چې له چابهار بندره ګټې اخیستنې سره به یې د پاکستان پر کراچۍ یا نورو بندرونو د افغانستان د سوداګرو تکیه کمه شي.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې د چابهار بندر پراخول د هېڅ یوه هېواد پرضد نه دی.

په ورته وخت کې ایرانی خبري آژانس مهر وايي چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د افغانستان خلک زړور، غیور بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان طبعي او انساني شتمنۍ دوه هغه نعمتونه دي چې له سمې ګټنې اخیستنې سره به یې افغانستان ښه پرمختګ وکړي.

ورته مطالب