کندهار: د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه ملکي وګړي ووژل شول

د انځور حقوق f

د افغانستان په سوېل کندهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د ملکي خلکو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل، دا پېښه نن سهار سه شنبه (جوزا/ غبرګولي ۴مه) ددې ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د خپلواک په خبره، په چاودنه کې پنځه کسان ټپیان شوي هم دي.

هغه وویل، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تراوسه ددې چاودنې پړه چا پرغاړه نه ده اخستې، خو د افغانستان حکومتی چارواکي معمولا طالبان په سړکونو کې د ماینونو پر اېښودلو تورنوي.

ورته مطالب