کابل کې د محکمې پر کارکوونکو ځانمرګي برید ۱۰ کسان ووژل

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل په ختیځ کې د محکمې پر کارکوونکو د ځانمرګي برید له امله ۱۰ کسان ووژل شول او ۴ نور ټپیان شوي دي.

ددې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بریدکوونکي په سیمه ییز وخت ۸:۲۵ دقیقو د سردار محمد دوودخان ښارګوټي پول سیمه کې د ځانمرګي واسکټ په چولو سره د میدان وردګو د محکمې کارکوونکو لېږدوونکی موټر یې په نښه کړ.

د کورنیو چارو وزارت دا برید "ترهګریز او وحشیانه" بللی او زیاته کړې یې ده چې ددې برید عاملان "د افغانستان د خلکو مات شوي دښمنان دي چې له امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان یې له لاسه ورکړی او ځانمرګي بریدونو ته یې مخه کړې."

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې له هېڅ یوې ډلې په مشخص ډول نوم نه دی اخستل شوی او نه هم دا برید کومې ډلې یا کس ته نسبت ورکړل شوی.

همداراز تراوسه هېڅ یوې ډلې ددې ځانمرګي برید مسوولیت نه دی منلی.

ورته مطالب