طالبانو هبت الله اخندزاده خپل نوی مشر ټاکلی

د انځور حقوق
Image caption طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملا هبت الله اخوندزاده ددوی د وژل شوي مشر ملا منصور ځای ناستی ټاکل شوی.

وسله والو طالبانو تایید کړې چې ددوی مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی او ملا هبت الله اخندزاده د هغه ځایناستی ټاکل شوی دی.

د قاري یوسف احمدي په نوم د طالبانو یوه ویاند لخوا رسنیو ته نن (جوزا/ غبرګولي ۵مه) په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ددې ډلې مشر د جوزا/غبرګولي په لومړۍ نېټه د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان بلوچستان ایالت "نوشکي" سیمه کې وژل شوی.

په خبرپاڼه کې تایید شوې چې اختر منصور د امریکا بې پيلوټه الوتکې په نښه کړی دی.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د رهبرۍ شورا د پرېکړې له مخې مولوي هبت الله اخندزاده د ملا منصور ځایناستۍ ټاکل شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقاني شبکې د مشر جلال الدین حقاني زوی او د طالبانو د پخواني مشر او بنسټګر ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د هبت الله اخندزاده مرستیالان ټاکل شوي دي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ۱۳۹۵ کال د جوزا/غبرګولي لومړۍ نېټه د پاکستان بلوچستان ایالت کې د منصور لېږدوونکی موټر په نښه کړ.

طالبانو ویلي چې اختر منصور له سخت حالت سره مخ و، خو سره له دې هم د "طاغوت" غوښتنو او ګواښونو ته تسلیم نشو او نه یې د "تحمیلي او تذویري بهیر" وړاندیزونه ومنل. ښایي د طالبانو اعلامیه کې د "طاغوت" نه هدف امریکا او د "تحمیلي او تذویري پروسې" موخه د افغانستان له دولت سره د مذاکرې وړاندیز وي.

په اعلامیه کې د منصور د وژل کېدو څرنګوالي او ایران ته د هغه د سفر په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته په رسنیو کې د یوه پاکستاني پاسپورت انځورونه خپاره شول چې د منصور څېرې ته ورته عکس یې درلود. پاکستاني چارواکو وویل، ددې پاسپورت درلودونکي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې تر وژل کېدو "څه موده" وړاندې له ایران نه ستون شوی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې د وژل شویو مړي د بلوچستان ایالت یوه ملکي روغتون ته ولېږدول شو.

ورته مطالب